1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

آستراس: په حیرتان کې مو سوداګرو ته ډیرې آسانتیاوې رامنځته کړې

استراس-حیرتان-2
12 May 2020

د حیرتان د بندري خدمتونو ادارې (آستراس)، د سوداګریزو توکو د تخلیه او بارګیرۍ په برخه کې سوداګرو ته د لا ډیرې آسانتیا د رامنځته کیدو لپاره د فعالیتونو د دوام خبر ورکوي.

د حیرتان د بندري خدمتونو د ادارې مرستیال، محمدکاظم مهرزاد له آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې بدو کرونایي شرایطو سره سره، د آستراس کارکوونکي، د بیړیو، اوسپنیزې کرښې او نورو نقلیه وسایطو له لارې وارداتي توکي تخلیه او بارګیري کوي او په دې برخه کې هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دي.

هغه زیته کړه: “په حیرتان کې سوداګرو ته آسانتیاوې رامنځته شوي او له نیکه مرغه چې د قرنطین په ورځو کې هم زمونږ کارکوونکي شپه او ورځ کار کوي.“

ښاغلي مهرزاد زیاته کړه چې د حیرتان د بندري خدمتونو اداره، نږدې ۹۰۰ کارکوونکي لري او په پنځو پورتونو کې سوداګریز توکي ښکته او پورته او ساتنه یې هم کوي.

د حیرتان د بندري خدمتونو د ادارې د پورتونو د تنظیم آمر، جمشید خراسانپور په دې اړه وویل: مونږ پنځه پورتونه لرو. په لومړي پورت کې سوداګریز توکي د سیند له لارې تخلیه او بارګیري کیږي او په څلورو نورو پورتونو کې، سوداګریز توکي د اوسپنیزې کرښې او نورو نقلیه وسایطو له لارې راوړل کیږي.

مخکې له دې په حیرتان بندر کې د دې بندر د خدمتونو د ادارې د کمکاریو له کبله د چوړګوړو د ضایع کیدو ګزارشونه خپاره شوي، خو د آستراس مرستیال دا چاره بې بنسټه بولي. 

ښاغلی مهرزاد که څه هم د کوم ځانګړي بنسټ یادونه ونکړه، خو ویې ویل چې کمکاري د نورو بنسټونو له لورې ترسره شوې او نامعیاري بارګیري هم د چوړګوړو د تلف کیدو لامل ګرځیدلي.

د حیرتان د بندري خدمتونو د ادارې کارکوونکی، شکرالله عیاني هم وویل چې د کرونایي شرایطو په پام کې نیولو سره، د دوی همکاران شپه او ورځ په کار بوخت دي. 

آستراس، د افغانستان-روسیې تر ټولو لوی سهامي شرکت دی.

د آستراس سهامي شرکت مرستیال وویل چې روسیې د بنسټونو د جوړولو او همداشان د آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د ډیرو تجهیزاتو د ورکړې په برخه کې چمتووالی ښودلی دی.

د یادونې ده؛ چې حیرتان د افغانستان په شمال کې تر ټولو لوی سوداګریز بندر دی چې په هغه کې له درییو لارو، اوسپنیزې کرښې، بیړۍ او باروړونکی وسایطو سوداګریز توکي وارد او صادریږي. دا بندر د اوزبیکستان له لارې، افغانستان له منځنۍ آسیا سره نښلوي او حکومت هم تل د حیرتان له لارې د سوداګرۍ د کچې په لوړولو ټینګار کړی.

آرزو نیوز- فردوس پیرزاد