1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

آسټرالیا په افغانستان کې خپل سفارت تړي

Australia-flag-waving
25 May 2021

په کابل کې د آسټرالیا سفارت په یوې اعلانپاڼه کې ویلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته امنیتي فضا نا روښانه توب له کبله، دا سفارت خپل فعالیت دروي.

په اعلانپاڼه کې همدا شان راغلي دي چې دا پریګړه د لنډ مهال لپاره ده او د حالت له ښه کیدو سره به دا سفارت خپل سفارت بیرته پرانیزي او د افغانستان له خلکو سره به د آسټرالیا همکارۍ دوام ولري.

په همدې حال کې د هیواد  دبهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د آسټرالیا هیواد پریکړې ته درناوی لري او په ورته مهال کې یې په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان له ولس او دولت سره د دې هیواد هر اړخیزو همکاریو څخه مننه کړې ده.