1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

آصف عظیمي د عبدالله له لورې د سمنګان نوی والي وټاکل شو

685e772c-6ed6-4e2c-b43f-c9a9bff11485
25 Feb 2020

د سرپل، جوزجان او بغلان ولایتونو وروسته، اجرایي ریاست په یوه فرمان کې، آصف عظیمي د سمنګان ولایت د واکپال به توګه ګومارلی دی.

د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلانه د یوې اوونۍ تیریدو سره، د هرې ورځې په تیریدو د دې بهیر اړوند غبرګونونه ډیر شوي دي.

وروسته له هغه چې عبدالله عبدالله د “ټول شموله” حکومت د جوړولو خبر ورکړ، ښاغلي عبدالله په یو شمیر ولایتونو کې په ګومارنو بیل وکړ او اوس یې آصف عظیمي د سمنګان ولایت د واکپال په توګه ټاکلی دی.

له بلې خوا، سمنګان ولایت مرکز، د ایبک ښار د درې ورځو راپدیخوا پوځي حالت لري، د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکي وایي چې د ټاکنیزو لانجو دوام، د دوی پر ورځینو چارو منفي اغیزه لرلې ده.

عبدالله عبدالله مخکې له دې په جلا جلا فرمانونو کې، د سرپل، جوزجان او بغلان ولایتونو لپاره والیان پيژندلي وو. اجرایي ریاست ټینګار کوي چې په نورو ولایتونو کې د ښاغلي عبدالله له لورې به د ګومارنو بهیر همداشان روان وي.

له بلې خوا، نن (درې نۍ، د کب شپږمه)، یو شمیر پښتنو مشرانو په سپیدار ماڼۍ کې، په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د دریځ او د “ټول شموله” حکومت د جوړیدو د ملاتړ اعلان وکړ.

له دې سره سم، د دولت جوړونکې ټاکن ډلې پلویانو هم په کندز ولایت کې په یوې راټولیدنه کې، د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې د اعلان او د دولت جوړونکي د بریا ملاتړ وکړ.

ټاکنیزې لانجې او د افغانستان د سولې برخه لیک، دوه مهمې خو ناروښانه سکالې دي چې د میاشتو میاشتو راپدیخوا، خلک یې په اړه اندیښنه لري.

ژباړه: شمس الرحمن خپلواک