1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

آلمان:په افغانستان کې د ټاکنو په پایله کې دې یو ځواکمن دولت رامنځته شي

المان-
03 Dec 2019

د آلمان د دفاع وزیره افغانستان ته په خپل سفر کې خوښ بینې کوي،چې د تلې شپږمې ولسمشرۍ ټاکنې به په افغانستان کې د یوه ځواکمن دولت د رامنځته کیدو لامل شي.

د آلمان د دفاع وزیرې کارن بایر وویل : مونږ هیله مند یو،کومې خپلواکې ټاکنې چې په افغانستان کې ترسره شوې،ډیر ژر یې پایلې اعلان شي او همدا شان د ټولو سیاسي اړخونو لپاره د منلو وړ وې.ترڅو د ټاکنو په پایله کې یو ځواکمن دولت جوړ شي او  وکولای شي د سولې خبرې اترې په جديت سره پر مخ بوځي.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پازوال وایې چې د هیواد په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنې بهیر پایته رسیدو او همدا شان د ټاکنو لومړنیو او یوې برخې پایلو اعلان په تړاوو پریکړې پر سر بحث کوي.

د ټاکنو کمېسیون خوښ بیني کوي چې تر دو راتلونکو ورځو په یوشمیر ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنې بهیر چې د اعتراضونو له کبله  دریدلی دی بیا پیل شي.

له دې سره،نن د پروان او سرپل ولایتونه د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو له لوري لاریون شاهد وو.

اعتراض کوونکي د رایو په راټولیدنه کې د روڼتیا پر ټینګښت ټینګار سره،هیښتیا ورکوي چې که چیری یې قانوني غوښتنې ونه منل شي د تلې شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو پایلو اعلان پر وړاندې به ودریږي.