1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

آلمان  د فلسطین او اسراییل د سولې په خبرو کې مرسته کوي

EDJHGytXoAAhtfN
24 Nov 2020

د آلمان لومړي وزیر د اسراییلو سره د خبرو اترو بیا پیل کیدو لپاره د فلسطین له دې ګام څخه هرکلی وکړ.

آنگلا مرکل د فلسطین د خود ګردان د جوړښت له مشرمحمود عباس سره په تلیفوني خبرو کې د مونیخ ډلې له لارې د آلمان، فرانسه، مصر او اردن په ګډون په مینځني ختیځ کې د سولې هڅو څخه د آلمان په چمتووالي ټینګار وکړ.

مېرکل ټینګار وکړ چې دا ډله به د فلسطین او اسراییلو له مشرانو سره د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه غونډه وکړي، او وویل چې دا به د جوړجاري د بهیر په پرمختګ کې هم مرسته وکړي.

عباس د مونیخ ډلې په چوکاټ کې د آلمان د کړنو پر اهمیت او د نړیوال قانون سره سم په خبرو اترو کې د فلسطین چمتووالی باندې ټینګار وکړ.

د فلسطین د خودګردان جوړښټ مشر وویل ، “موږ د خپلو ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي د رامینځته کولو، د ټاکنو د ترسره کولو او پخلاینې د ترلاسه کولو په لټه کې یو، او موږ به دې موخې ته د رسیدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.”