د امریکا د دفاع وزیر یو ځل بیا د افغانستان له حکومت او طالبانو غوښتي چې افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک له مخې ګامونه اوچت کړي.
که څه هم د افغانستان حکومت له طالبانو سره د امریکا د هوکړې یوه برخه نه وه؛ خو اوس د امریکا د دفاع وزارت، افغان حکومت او طالبان د لاسلیک شوي هوکړه لیک په نه عملي کولو تورنوي.
د امریکا د دفاع وزیر، مایک سپر، له دواړو لوریو غوښتي چې په هوکړه لیک کې د ذکر شویو شرایطو پر بنسټ ګام اوچت کړي چې د سولې بهیر پرمختګونه ولري.
هغه زیاته کړه: فکر نه کوم چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل کړی وي. بل لوري هم همداسې ورته کار ندی کړی. دواړه باید یوځای شي او د هغه څه په اړه چې په هوکړه لیک کې ذکر شوي، پرمختګونه وکړي. تر ټولو غوره څه چې طالبان یې اوس کولای شي ترسره کړي، په هوکړه لیک عمل او د هوکړه لیک د لاسلیک وړاندې د ژمنو پر بنسټ د تاوتریخوالي کمووالی دی.
مخکې له دې د امریکا د دفاع وزیر ویلي وو چې د سولې بهیر د تمو له مخې پرمخ نه ځي او د طالبانو ډله د تاوتریخوالي په کمولو کې پاتې راغلې.
طالبانو تراوسه د امریکا د دفاع وزیر د دې خبرو په غبرګون کې څه ندي ویلي؛ دې ډلې مخکې له دې امریکا د سولې د هوکړه لیک په پلي کولو کې په نه ژمنتیا تورنه کړې وه.
له بلې خوا، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي چې د سولې د خبرو اترو په برخه کې ژمنه ده، خو د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي دوام، په دې بهیر کې تر ټولو لویه ستونزه شمیرل کیږي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي: د افغانستان حکومت په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګیدو په موخه له نړیوالې ټولنې سره، په دې برخه کې مهم ګامونه اوچت کړي. دولت په بشپړه توګه چمتو او ژمن دی چې د دې بهیر د بریالیتوب لپاره لا ډیر ګامونه او هڅې وکړي. په خواشینۍ سره، د طالبانو د تاوتریخوالي دوام، په دې بهیر کې اصلي ستونزه شمیرل کیږي.
له دې سره، د کرونا ویروس چټک خپریدو ته په کتو سره، د جګړو او نښتو ډیریدو، جدي اندیښنې زیږولې دي.
د مخکیني ولسمشر حامد کرزي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې خپرولو سره، په هیواد کې د جګړې دوام ورور وژنه بللې او د طالبانو او حکومت ترمنځ یې د خبرو د پیل غوښتنه کړې ده.
د ښاغلي کرزي د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: حامد کرزی په هیواد کې روانه جګړه د پردیو د ګټو لپاره بولي او دا د سولې د بهیر پر وړاندې چې رښتیني کیدل یې د ټول افغانستان د ولس هیله ده، په بشپړ تضاد او مغایرت کې کړنه بولي. مخکینی ولسمشر هیله مندي ښيي چې ژر تر ژره د افغانستان د خلکو بې شمیره رنځونه او مصیبتونه پای ته ورسیږي.
له بلې خوا د ملي امنیت شورا او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر، په تیرو ۲۴ ګړیو کې د دواړو لوریو د یو شمیر بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړی دی، خو امریکا تل ټینګار کړی چې د دې بهیر چټکیدل کولای شي، د سولې له لړزانه بهیر سره مرسته وکړي.