د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت ولسمشرغني ته په یوه لیک کې د سولې په بهیر کې د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده.
د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې لیک کې هیښتیا ورکړې ده چې د افغان مشرانو ترمنځ بې اتفاقي به د ۹۰ لسیزې د ناورین د پایلو لامل شي او نباید یو ځل بیا دا کار تکرار شي.
د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر له ملګرو ملتونو هم غوښتي چې د افغانستان د سولې په اړه یوې واحدې کړنلارې پر سر بحث لپاره د روسیې،چین، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو او ځانګړو استازو په حضور سره دې یوه ناسته ترسره کړي.
ښاغلی بلینکن ټینګار کوي چې له ترکیې څخه غوښتل شوي ترڅو په راتلونکو اوونیو کې د سولې یوه هوکړه لیک وروستي کیدو لپاره د افغانستان د استازو او طالبانو ترمنځ ناستې کوربه توب وکړي.