1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

آمریکا د ښځو فوټبال نړیوال جام اتله ؛هالند ماته وخوړل

_107783213_gettyimages-1154402679
09 Jul 2019

د آمریکا د فوټبالستو میرمنو د ښځو فوټبال لوبډله د نړیوال جام په وروستې سیالۍ کې هالند ته په ماتې ورکولو سره د څلورم ځل لپاره اتله شوه .

د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالۍ پای لوبه (یونۍ د جولای ۷) د فرانسې د لیون ښار په لوبغالې کې د آمریکا او هالند ترمنځ چې د لومړې ځل لپاره د نړیوال جام څلورو برلاسو ډلو ته لار مندلې ،ترسره شوه.

په داسي حال کې چې ددی لیدنې لومړی نیمایی پرته له ګوله ترسره شو، خو د لوبې ډویم نیم د آمریکا له بریدونو سره پیل شو ، د آمریکا فوټبالستې ښځې په ۴۵ دقیقو کې دوه ځلې په دې بریالۍ شوې ترڅو د هالند ورونه وپرانیزي.

آمریکا وړاندی له دې هم په ۱۹۹۱، ۱۹۹۹ او ۲۰۱۵ کلونو کې د میرمنو د نړیوال جام اتله شوی وه.

دآمریکا فوټبالستو میرمنو په نړیوال جام کې په څلورم ځل اتلوالۍ سره نوی رکورد یی په خپل نوم ثبت کړای.

د آلمان ښځو فوټبال لوبډله وروسته له آمریکا له دوو اتلوالۍ سره د نړۍ د ښځینه فوټبالستو ترټولو برلاسی ټيم پیژندل کیږي.

په دغو سیالیو کې غونډ د ۲۴ هېوادونو ښځینه فوټبال لوبډلو ګډون کړی و. امریکا په دې سیالیو کې تر ټولو ښه وځلېده او د ټورنامنټ په ترڅ کې یې تر ټولو ډېر ۲۶ ګولونه وکړل.

دویلو ده؛ د ۲۰۱۹ نړیوال جام د ښځینه فوټبال په سیالیو کې مګان رپینو(د آمریکا ټيم لوبډلمشرې)  سرو زرو بوټ یی وګټی.

آرزو سایټ – وحیده لوراند