1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

آمریکا: طالبان دې ثابته کړي چې د تاوتریخوالي کمیدو ته لیواله دي

popeo
04 Feb 2020

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د افغانستان دولت د مخالفینو لخوا د تاوتریخوالي کمښت کولای شي د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته لار هواره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، په تاشکنت کې له خپل اوزبیکستاني سیال سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي چې طالبان باید له امریکا سره د سولې د هوکړې د لاسلیک وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره خپل هوډ وښایي.

ښاغلي پامپیو ټینګار کړی: طالبانو د دې وس نه درلود، چې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره لیوالتیا او وړتیا وښایي. هغه څه چې مونږ له طالبانو غوښت دا دی چې هغوی باید دا ثابته کړي چې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره لیوالتیا او وړتیا لري. هغوی باید د ګواښونو کچه راټیته کړي چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته لار هواره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداشان، په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې د بهیر د ملاتړ لپاره د اوزبیکستان له هڅو مننه وکړه.

پامپیو زیاته کړه: د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ډیریدو لپاره د یو میلیون ډالرو مرسته کوو. د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ ټینګې اړیکې به، نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په سویلي، مرکزي آسیا او له دې وړاندې د سولې او هوساینې د ملاتړ په برخه کې اغیزمنې تمامې شي.

له بلې خوا د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر، عبدالعزیز کاملوف، له سیاسي لارې د افغانستان د ستونزو په هواري ټینګار کړی دی.

ښاغلي کاملوف همداشان د افغانستان د سولې په بهیر کې د تاشکنت له هڅو ډاډ ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: هوکړه مو وکړه چې د افغانستان اړوند خپلو ګډو همکاریو ته پراختیا ورکړو او له دې هیواد سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې مرسته وکړو. په ډاډ سره وایم چې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ د پراختیا په حال کې دي.

له دې ټولو سره، اوزبیکستان څو څو ځلي د افغانستان د سولې د خبرو په بهیر کې د آسانتیاوو په موخه ناستې جوړې کړي او دې هیواد همداشان ویلي چې د افغانانو ترمنځ د ناستې کوربه توب ته چمتووالی لري.

آرزو نیوز

ژباړن: شمس الرحمن سباوون خپلواک