سي ان ان راپور ورکړی دی چې د ټرامپ اداره له افغانستان څخه د څلورو زرو نورو سرتیرو د وتلو لپاره د پریکړې پر وروستي کیدو بوخته ده.
آمریکایي سي ان ان شبکې د دې هیواد د حکومت د دوو چارواکو له قوله لیکلي دي چې د دونالدټرامپ اداره له افغانستان څخه د څه باندې څلورو زرو نورو سرتیرو د بهر کولو د طرحې پر وروستي کیدو بوخته ده.
د دې راپور پر بنسټ،د دې طرحې په عملي کیدو سره به په افغانستان کې د آمریکایي سرتیرو شمیر ۴۵۰۰ تنو ته ورسیږي.
که څه هم د دې طرحې د عملي کیدو کره نیټه نه ده روښانه شوې،خو په دې راپور کې ویل شوي دي چې د سرتیرو کمیدل به،د افغانستان امنیتي ځواکونو روزنې او سلا ورکوې په برخه کې منفي اغیز وکړي.
د آمریکا د دفاع وزیر مارک سپر د خپل هیواد د سرتیرو د کمیدو پریکړه د ناټو له ستر منشي او د دې سازمان له نورو غړو سره شریکه کړې ده.
خو د آمریکا د دفاع وزارت ویاند ټينګار کړی دی چې د ځواکونو وتل به د شرایطو پر بنسټ او د طالبانو له لوري د دوحې هوکړې عملي کیدو ته په کتو ترسره شي.
وړاندې له دې ولسمشر غني ویلي وو چې له افغانستان څخه د آمریکایي ځواکونو وتلو اړوند اندیښنه نه لري،ځکه د حکومت لپاره ملاتړیز جوړښت مهم دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم نن (پیلنۍ چنګاښ ۷،جون ۲۷) په یوې خبري ناسته کې وویل چې د آمریکا او افغانستان اړیکې د دې هیواد د سرتیرو د حضور پر بنسټ نه دي،بلکې د یوه دوامداره ژمنې پر بنسټ دي.
له دې سره هم مهاله رویټرز خبري آژانس لیکلي دي چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې د هغو طالب قوماندانانو د خوشې کیدو پر وړاندې چې د سترو بریدونو په تر سره کیدو تورن دي، د افغانستان د حکومت او ناټو مخالفت له کبله له ځنډ سره مخ شوی دی.
د سولې د ولسي ټولنې مشر او طالبانو ته نږدې سرچینه سیداکبر آغا هم د دې پخلی کوي چې طالبان د افغانستان له بندخونو د خپلو بندیانو د خوشې کیدو د لړۍ د بشپړیدو ته په تمه دي ترڅو د حکومت او دې ډلې ترمنځ مخامخ خبرې اترې پیل شي.
د افغانستان حکومت بیا وړاندې له دې ویلي وو چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو لپاره یې ټول ګامونه پورته کړي دي او اوس باید طالبان د دې خبرو اترو پیل لپاره چمتو شي،د حکومت د مالوماتو پر بنسټ،تر اوسه ۳۸۹۵ طالب بندیان د هیواد له بندخونو خوشې شوي دي.