د عراق پارلمان وایي چې له دې هیواد څخه د آمریکایي پوځيانو وتل به پر امنیتي اوضاع هیڅ راز اغیز ونه لري.
د عراق د دفاع او امنیت کمېسیون استازی له دې هیواد څخه د آمریکایي پوځيانو پر وتلو ټينګار کوي او زیاتوي چې عراقي پوځيان د خپل هیواد د دښمنانو خوځښتونو شنډیدو او د هغوي پر وړاندې د د ریدو وړتیا لري.
هغه اعلان وکړ چې واشنګټن یو ځل بیا د هوایي بریدونو په ترسره کولو او د ترهګریزو ډلو موخه ګرځولو په پلمه د عراق امنیتي ځواکونو موخه ګرځولو سره له بغداد سره امنیتي هوکړه لیک نقض کړی دی.
د راپورونو پر بنسټ په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د عراق آمریکا ترمنځ هوکړه لیک له لاسلیک څخه را په دې خوا هوایي بریدونه ډير شوي چې یوشمیر ډيرو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.