1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

آیا د ولسمشر ورکړل شوې خو ناعملي شوې ژمنې، د هغه د ناسنجول شویو خبرو ښکارنده ده؟

3151413
28 Jul 2020

ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې (پیلنۍ، زمري پنځمه)، په نیمروز ولایت کې وویل چې د هیواد د لومړۍ میرمنې په پرتله، ناسنجول شوې خبرې کوي. د هغه د وینا دا برخه، په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې او غبرګونونه یې پارولي.

 

د خواله رسنیو ډيرۍ کارکوونکو ویلي، ولسمشر په دې خبرو کې منلې چې د هیواد د راتلونکي لپاره برنامه او لرلید نلري.

د خواله رسنیو کاروونکو همداراز په ۱۳۹۵ کال کې د ښاغلي غني د ویناوو یوه ویډیو لاس په لاس کړې.

په دې ویډیو کې ولسمشر د بریښنا د بندونو د جوړولو ژمنه کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان به په دې کال کې، د سلو کلونو په پرتله، ډیره بریښنا تولید کړي.

د ولسي جرګې غړي، عارف رحماني په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ”د ولسمشر له ژمنو د څلورو کلونو تیریدو سره، خو د هیواد پلازمینه نږدې بشپړه چوپتیا کې ده، د دې اوبو او خاورې په هیڅ ځای کې د بریښنا د ژمنو شویو بندونو د جوړیدو او تولید خبر نشته چې نشته.”

ولسمشر غني همداراز په ۲۰۱۴ کال کې د ټاکنیزو سیالیو پرمهال، د بریښنا د بندونو د جوړیدو د ژمنې د ورکړې ترڅنګ، ژمنه ورکړې چې د افغانستان بریښنا د تامینولو ترڅنګ، د ده حکومت به هند ته هم بریښنا صادره کړي.

د دې ترڅنګ، ولسمشر د یو میلیون دندو د رامنځته کولو او په هیواد کې د فساد د لمن د ټولولو ژمنه ورکړې وه چې د نړیوالو سازمانونو د ګزارشونو پر بنسټ، په هیڅ برخه کې بنسټیز کار ندی شوی.

امین الله شپږ کاله کیږي چې د پلازمینې په یوه برخه کې په بولاني پخولو بوخت دی.

هغه آرزو ټلویزیون ته وایي چې په ژوند کې یې هیڅ بدلون ندی راغلی او حتې د تیر په پرتله یې روزګار لا خراب شوی دی.

ولې ولسمشر د خپلو ژمنو په عملي کولو کې بریالی شوی ندی او افغانستنا یې بهرنیو هیوادونو ته له اړتیا آزاد کړی ندی؟

سیاسي فعال، آثارالحق حکیمي د ولسمشر د دې ډول څرګندونو په باب وویل: ”کله چې د ښاغلي اشرف  غني کړنې د هغه له خبرو سره څنګ ته کیږدو؛ دقیقاْ همدې خبرې ته یې راځو چې ټولې خبرې یې د چلوټو او ناسمو څرګندونو پرته هیڅ ندي چې ظاهر یې چل دی، خو محتوا یې نه برنامه، نه رښتینولي او نه ژمنه ده.“

اقتصادي شنونکی، محمد بشیر شبیري په دې باور دی چې د ستراتیژیکو برنامو نشتون د دې لامل شوی چې حکومت ونشي کولای خپلې برنامې عملي کړي.

د ولسمشر غني د حکومتولۍ شپږ کاله وروسته، نه یواځې افغانستان د بریښنا په صادرولو بریالی شوی ندی؛ بلکې د خپلې اړتیا وړ بریښنا د تاجیکستان او اوزبیکستان هیوادونو څخه واردوي.

په دې وروستیو کې د بریښنا شرکت د تاجیکستان له لورې د دې هیواد د ۳۱۰ میګاواټه بریښنا د پریکیدو خبر ورکړ چې له پریکیدو سره یې، د هیواد د پلازمینې بریښنا، په وقفه یي بڼه تامینیږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه ځواب ویلو ته چمتو نشوه.