د بهرنیو چارو وزارت واکپال د جګړو به پایله کې د ملکي وګړو تلفات د نه منلو بللي او په هیواد کې یې د تاوتریخوالي په ژر کمیدو ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت واکپال، محمد حنیف اتمر نن له غرمې وروسته (درې نۍ، تلې ۱۵)، په دوحه کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې د افغانستان حکومت د سولې په خبرو کې درې موخې لري.
د خبرو په کړنچارې د رامنځته شویو اختلافونو هواری، د تاوتریخوالي کمښت-اوربند او سیاسي هوکړه، هغه موخې دي چې د بهرنیو چارو وزارت واکپال ورته ګوتڅنډنه وکړه.
د ښاغلي اتمر په باور اوس مهال د مذاکراتو د ناستو د ترسره کیدو د کړنچارې پر سر د هوکړې لپاره دوه اختلافي موارد پرځای دي او حکومت هیله من دی چې لوري ژر تر ژره په دې تړاو هوکړه وکړي.
هغه که څه هم د خبرو د بهیر مهال غځیدونکی وباله، خو هیله یې وښوده چې د حکومت له اوسني مرکچي پلاوي سره خبرې بریالیتوب ته ورسیږي.
اتمر د خپلو خبرو په یوې برخه کې، د جګړو په پایله کې ملکي مرګ ژوبله د نه منلو وبلله او ویې ویل: ژمنه شوې وه چې د مخامخو خبرو پیلیدو سره، د طالبانو له لورې تاوتریخوالي کې کمښت راځي… له طالبانو غواړو چې د مخامخو خبرو لپاره د دواړو لوریو نیت او د خلکو غوښتنو ته په کتو سره، تاوتریخوالی کم کړي.
د بهرنیو چارو وزارت واکپال ټینګار وکړ چې په لومړي پړاو کې باید تاوتریخوالی کم شي او وروسته د تاوتریخوالي څارنیز میکانیزم جوړ شي.
هغه زیاته کړه: د تاوتریخوالي د کمیدو په برخه کې باید یو څارنیز میکانیزم جوړ شي. دا میکانیزم باید له تاوتریخوالي څارنه وکړي، عوامل یې روښانه او د هواري لپاره یې هڅه وکړي.
حنیف اتمر د ولسمشر غني سفر ته هم ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل چې د دې سفر موخه، د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د افغانستان د سولې په بهیر کې د آسانتیا لپاره د مرستې غوښتنه ده. ښاغلي اتمر زیاته کړې، قطر منلې چې د افغانستان د سولې په بهیر کې، له کابل سره همکاري کوي.
له دې ټولو سره؛ ولسمشر غني د دوه ورځیني رسمي سفر په ترڅ کې، قطر ته ورسید. ښاغلي غني له قطري چارواکو سره د سولې پر بهیر او د کرنې، طبیعي سرچینو، بریښنا تولید، بوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې د همکاریو اړوند خبرې کړې دي.