1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اتمر: نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د حکومت د سولې د هوکړه لیک تضمین وکړي

atmar
06 Aug 2020

د بهرنیو چارو وزارت واکبال همداراز ویلي چې حکومت، د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوال شریکان د سولې په بهیر کې دخیلوي.

 

حکومت له طالبانو سره د هوکړې وروسته د راتلونکي اړوند اندیښمن دی.

د بهرنیو چارو وزارت واکپال له یوه امریکایي څیړنیز بنسټ هوور سره په مرکه کې، که څه هم یوه اوربند ته د رسیدو او له طالبانو سره د مخامخو خبرو د پیل غوښتنه کړې، له نړیوالې ټولنې یې هم د دې بهیر د ډاډ غوښتونکی شوی.

حنیف اتمر همداراز ویلي چې حکومت، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا او ټول نړیوال شریکان د سولې په بهیر کې دخیلوي.

هغه ویلي: د افغانستان حکومت او طالبانو تمرنځ خبرې باید ترسره شي او وروسته دواړه لوري په یوه تلپاتې بشرپاله اوربند او سولې هوکړې اړوند هوکړې ته ورسیږي. د سولې دا هوکړه لیک باید د نړیوالې ټولنې له لورې ملاتړ او تضمین شي؛ او وروسته له هغه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا او نړیوال شریکان باید په دې برخه کې ګډ کړای شي.

ظاهراْ د دوحې د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته د تاوتریخوالي د کچې نه ټیټيدو، حکومت د سولې د خبرو وروسته د طالبانو د ژمنو اړوند بې باوره کړی دی.

له همدې کبله؛ د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غواړي چې په خپلې هوکړې ولاړ و اوسي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه: طالبان باید د خپلو ژمنو پر وړاندې وفاداره اوسي. هغوی ویلي وو چې له امریکا سره هوکړې ته د رسیدو وروسته، له تاوتریخوالي لاس په سر کیږي چې تراوسه داسې کار ندی شوی. طالبان اوس مهال د امریکايي ځواکونو پر وړاندې جګړه نه کوي، بلکې د افغانستان له امنیتي سرتیرو او د افغانستان له خلکو سره په جګړې بوخت دي چې دا کار یې هیڅ توجیه نلري. هیله من یم چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي.

د ډیپلوماسۍ دستګاه نوماند وزیر، د سولې په بهیر کې د سیمې ونډه هم مهمه بللې او له دې هیوادونو یې غوښتي چې د افغانستان د سولې په لاره کې ګډ شي.

هغه یادونه وکړه: مهمه ده چې سیمه خپلې ګټې د سولې په بهیر کې وویني. که سیمه پوهه نشي چې د سولې بهیر په کومې لار روان دی، هغوی به له دې بهیره ملاتړ ونکړي او حتې ګډون به پکې ونکړي. مهمه ده چې سیمه ییز شریکان د سولې په بهیر کې خپلې ګټې وویني او په دې بهیر کې دخیل شي.

اوس مهال، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک له لاسلیک څخه له پنځو میاشتو ډیره موده تیریږي، خو تراوسه د دې سند یوه مهمه برخه هم په بشپړه توګه نده عملي شوې، د دې سند یوه برخه چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل لپاره هڅې وې پرمخ تللي او د بندیانو د خوشې کیدو بهیر بشپړیدل چې پریکړه یې د سولې له لویې مشورتي جرګې سره تړلې ده.

تمه ده د سولې مشورتي جرګه، سبا (زمري اوولسمه)، د درییو ورځو لپاره په کابل کې جوړه شي.