د بهرنیو چارو وزیر هیښتیا ورکوي که د سولې خبرې پایلې ته ونه رسیږي، افغانستان په بې پایه جګړې کې ښکیل شي چې سیمې او نړۍ ته به جدي تاوانونه ورسوي.
محمدحنیف اتمر له فارین پالیسي مجلې سره په مرکه کې د دوو سناریوګانو خبر ورکوي چې د افغانستان په تمه دي؛ د سولې ټینګښت چې د هغه په وینا د افغانستان د خلکو او سیمې په ګټه دی او یا هم بې پایه جګړه.
ښاغلي اتمر هیښتیا ورکړه او ویې ویل چې جګړه به یوازې په افغانستان کې پاتې نشي. د هغه استدلال دا دی چې نړیوال ترهګر به له سازمان شویو جرمي ډلو سره یوځای سیمه او نړۍ له ګواښ سره مخامخ کړي.
له دې سره هم مهاله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم ویلي چې د افغانستان کړکیچ سایسي حل لاره لري، نه پوځي.
زلمي خلیل زاد په خپله ټویټر پاڼه دوحې او د سیمې هیوادونو ته د خپلو سفرونو د نوي پیر د پیل خبر ورکړی دی. هغه د دې سفر موخه هم د حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسیدو لپاره د واشنګټن د سیاست تعقیبول دي.
خلیلزاد د سیمې او نړۍ له ځواکونو سره د ګډ کار خبر کړې چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پایته رسیدو لپاره لاره وموندل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې، هر کله د دولت او طالبانو د پلاویو د لیدنې خبرې شوې دي. که څه هم د دې لیدنو موخه خبرې بلل شوي؛ خو د ملي روغې جوړې د لویې شورا مرستیال تیره اونۍ وویل، چې دواړه لوري په بنسټیزو مسایلو د کار د پیل لپاره، په هڅو بوخت دي.