1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اتمر: که طالبان له القاعدې او نورو ډلو سره اړیکې ونشلوي، د سولې هوکړه نه کیږي

اتمر
25 Aug 2020

د بهرنیو چارو وزارت واکپال هیښتیا ورکوي، که طالبان له القاعدې او نورو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې ونشلوي، د سولې هیڅ هوکړه به رامنځته نشي.

 

د بهرنیو چارو وزارت واکپال، حنیف اتمر له بي بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې له طالبانو سره د سولې د بهیر بریالیتوب، په دوو څیزونو تړلی بللی.

هغه ویلي چې په دې بهیر کې باید د جمهوریت نظام ساتنه وشي او طالبان هم له القاعدې او نورو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي.

ښاغلي اتمر زیاته کړې: طالبان باید خپلې اړیکې وشلوي. دا هم زمونږ او هم د نړیوالې ټولنې لپاره یوه ننګونه ده. باید په دې برخه کې ډاډمن شوو. که نه هیڅ به د سولې هوکړه شتون ونلري. هغوی باید په خپلو ژمنو عمل وکړي.

له القاعدې شبکې سره د طالبانو ډلې د اړیکو شلیدل، له طالبانو سره د امریکا د سولې د هوکړه لیک مهمه برخه هم ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلانپاڼه کې د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې د ملګرو ملتونو سازمان د پریکړه لیک له مخې د دې سازمان بندیزونه عملي او پرې ژمن پاتې شي.

د سولې په بهیر کې د پرمختګونو په تړاو، د یو شمیر ټولنیزو ډلو د حقونو د نقض اړوند اندیښنې هم احساسیږي.

په دې وروستیو کې د ولسي جرګې د بشري حقونو، مدني ټولنې او ښځو چارو کمیسیون د امریکا کانګرس ته یو لیک استولی دی.

د ولسي جرګې د بشري حقونو، مدني ټولنې او ښځو چارو د کمیسیون غړې، ناهید فرید وویل، چې په دې لیک کې د امریکا له کانګرس څخه غوښتل شوي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید د ښځو حقونه، بشري حقونه، د وینا خپلواکي، ولسواکه نظام، د اقلیتونو حقونه او د بیلابیلو قشرونو سیاسي او مدني ګډون په پام کې ونیول شي.

اوس مهال د افغانانو ترمنځ خبرې د طالبانو ډلې د بندیانو د خوشې کیدو اړوند د کورنیو او بهرنیو مخالفتونو له کبله، ځنډیدلې دي. خو په دې وروستیو کې د ملي مصالحې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې د سولې د بهیر د آسانولو لپاره د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې.