د ترکیې ولسمشر ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته، ترکیه په دې هیواد کې د ټیکاو لپاره تر ټولو باوري هیواد دی.
هغه تیره ورځ (یوه نۍ، غبرګولي درې ویشتمه)، د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره بروکسل ته د سفر پرمهال د استانبول په نړیوال هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل: “امریکا چمتووالی نیسي چې ډیر ژر له افغانستان څخه ووځي او هغه مهال چې دا هیواد پریږدي، هلته د حالت او د بهیر د ساتنې لپآره یوازینې د باور وړ هیواد، واضحاْ چې ترکیه دی.”
تمه ده د ترکیې ولسمشر د ناټو په ناسته کې له جوبایډن سره په لومړنۍ مخامخه لیدنه کې، د دې مسئلې اړوند هم خبرې وکړي.
مخکې له دې ګزارش ورکړل شوی چې ترکیې د کابل د نړیوال هوایي دګر د امنیت د ټینګښت لپاره چمتووالی ښودلی او د خپلو ځواکونو یوه برخه په دې هیواد کې ساتي.
له دې ټولو سره، طالبانو تل په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له حضور سره مخالفت ښودلی دی.