1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ارغندیوال: په ارګ کې کړۍ په نامخامخه او پټه توګه د مالیې وزارت په چارو کې لاسوهنه کوي

EUbjT49XQAAaMQJ-1
25 Jan 2021

د مالیې مخکینی وزیر وایي چې د کار له پیله یې، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یو شمیر کړۍ، د خپلو ګټو په خطر کې لویدو له کبله، په نامخامخه او پټه توګه د مالیې وزارت په چارو کې لاسوهنه کوله.

 

له مالیې وزارت څخه د عبدالهادي ارغندیوال د ګوښه کیدو د مکتوب د خپریدو دوه ورځې وروسته، ښاغلی ارغندیوال نن (دوه نۍ، سلواغې شپږمه)، د رسنیو پر وړاندې حاضر شو.

هغه وویل چې د ولسمشر د ټینګار پر بنسټ یې د مالیې وزارت پازه د حکومت د نه لاسوهنې په شرط منلې وه، خو په ارګ کې یو شمیر کړۍ د ده د کار له پیله په “نامخامخه او یا پټه توګه” د دې وزارت په چارو کې لاسوهنه کوله.

ښاغلي ارغندیوال که څه هم له دې ډلې نوم وانخیست، خو ویې ویل: “د ارګ ځانګړې کړۍ اوس لمرینه شوې. په ډیرو مواردو کې ولسمشر د هغې ځانګړې کړې له ګټو او کار څخه خبر نلري. که د هغوی ګټې په خطر کې ولویږي، هر ډول توطئې په لاره اچوي.

د مالیې مخکیني وزیر، د ده د ګوښه کیدو په مکتوب کې د ولسمشرۍ ماڼۍ څرګندونې هم بې بنسټه وبللې.

مخکې له دې ولسمشرۍ ماڼۍ، دعوایدو په راټولولو کې ځنډ، مدیریتي کمزورتیا، نامعیاري ګومارنې او د ولسمشر له سپارښتنو سرغړاونه، له مالیې وزارت څخه د عبدالهادي ارغندیوال د ګوښه کیدو لاملونه په ګوته کړي وو.

خو ښاغلي ارغندیوال وویل چې د ده د کار پرمهال، د تمو او کرونایي شرایطو پرخلاف، ډیرې لاسته راوړنې لرلي او د دې بنسټ عواید هم ډیر شوي.

ښاغلي ارغندیوال وویل: “په مالیې وزارت کې یوه نامعیاري ګومارنه هم نلرو. دا په ټوله کې تیروتنه ده… ټول بستونه چې ټاکل شوي، زما هیڅ خپل ندي؛ بلکې ټول د دې خاورې بچیان دي، نه دیسانت شوي بهرنیان.”

هغه همداراز د عوایدو ډیروالی، د سږکال بودیجې لپاره د ۳۰ میلیارده افغانیو ریزرف راټولیدل، د ګمرکاتو د چارو بریښنایي کیدل، افغانستان ته د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنې ترلاسه کول او د سیالیو له لارې د کارکوونکو جذب په دې وزارت کې خپلې لاسته راوړنې یادوي.

د مالیې مخکیني وزیر د دې په ویلو سره چې د ملي تدارکاتو په کمیسیون کې د ده حضور یوه ستونزه وه، زیاته کړه: “په تدارکاتو کې زمونږ حضور هم یوه ستونزه وه چې زما د حذف لامل وګرځیده.”

ارغندیوال مشخصاٌ یوې برخې ته ګوتڅنډنه وکړه چې د ملي تدارکاتو د کمیسیون په یوې ناسته کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د خوړو په نوملړ کې اتلس ډوله غوښه او په ۴۱ افغانیو د تیلو د پیرلو تړون اړوند یې اعتراض کړی دی.

له بلې خوا، د ولسي جرګې مشر وایي چې حکومت عبدالهادي ارغندیوال د موجه لامل پرته له مالیې وزارت څخه ګوښه کړی دی.

د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني په دې تړاو وویل: “ولسمشر د موجه لامل پرته د مالیې وزیر چې د ولسي جرګې له لورې یې د باور رایه ترلاسه کړې وه، ګوښه او د ولسي جرګې پریکړه یې له پامه غورځولې. خو د مالیې مخکیني وزیران چې په پراخ فساد تورن دي، د قضايي څار پرته له هیواده بهر شوي.”

دا د افغانستان د کابینې دویم وزیر دی چې په تیرې یوې میاشت کې، د ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې له دندې ګوښه کیږي. مخکې له دې، د عامې روغتیا وزیر، احمدجواد عثماني هم د ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې ګوښه شوی وو.