په کابل کې د اروپایي هیوادونو سفیرانو، له عبدالله عبدالله سره په خبرو کې، د ټاکنو له کبله د سیاسي ناندرو په ژر هواري ټینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر، د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي چې په کابل کې د اروپایي هیوادونو سفیرانو، له عبدالله عبدالله سره ګډې ټلفوني خبرې لرلې دي.
په دې ټلفوني اړیکه کې، په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ له دوامه جدي اندیښنه ښودل شوې او د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي ناندرو په ژر هواري ټینګار شوی دی.
عبدالله عبدالله په خپله فیسبوک پاڼه په دې اړه ویلي: “په دې اړیکه کې د شته سیاسي کړکیچ، د تلپاتې سولې لپاره په بین الافغاني خبرو، د کرونا ویروس پر وړاندې په ګډې مبارزې او په افغانستان کې د دې ویروس د خپریدو د مخنیوي اړوند مفصلې خبرې او د نظر بدلونه وشوه.”
ښاغلي عبدالله همداراز ویلي دي: ”د هیواد ملي ګټو، د ناکراریو له کبله ستونزو، د کرونا ویروس خپریدو، د شته سیاسي کړکیچ اړون د افغانستان د خلکو او نړیوالو همکارانو تشویش ته په کتو سره، ټینګار وشو چې زمونږ لورې په ژر فرصت کې د افغانستان د خلکو لپاره د یوې معقولې او منلو وړ حل لارې ته د رسیدو پلوي دي.”
د عبدالله عبدالله ویاند، امید میثم له آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې ښاغلي عبدالله له ټاکنیز کړکیچه د بهر تلو او د مصالحې په بهیر کې له رامنځته شوي فرصت هد ګټنې لپاره د معقولې حل لارې د موندلو اړوند خبرې کړي.
سیاسي شنونکي، شهزاده مسعود په دې اړه وویل چې د سیاسي اختلافونو دوام، د خلکو لپاره په سرخوږي اوښتی او ارګ او سپیدار باید ژر تر ژره شته وو اختلافونو ته د پای ټکی کیږدي.
په دې منځ کې، اسلامي جمعیت ګوند چې د تلې د شپږمې په ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله پلوی وو، د افغانستان د ټاکنو اړوند د اروپايي ټولنې دریځ یې یو اړخیز او له چوپتیا سره مل بللی دی.
مخکې له دې هم سرچینو د دې پخلی کړی چې د اسلماي جمعیت ګوند واکپال صلاح الدین رباني له محمد اشرف غني سره د سیاسي هوکړې د څرنګوالي اړوند له عبدالله سره د نظر اختلاف لري، د دې سرچینو په وینا، به وروستیو ورځو کې، د سیاستوالو او په ځانګړې توګه د ښاغلي رباني او ښاغلي عبدالله ترمنځ د دې ناندرو د هواري لپاره ناستې هم شوې دي.