1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اروپايي ټولنه: د طالبانو له لوري تاوتریوالی د سولې بهیر کمزوری کوي

taliban-1
28 Jun 2020

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې ویلي دي چې د طالبانو د ډلې له لوري د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو نه ده.

که څه هم د حکومت او طالبانو له لوري د بندیانو خوشې کیدنې لړۍ د دواړو لوریو د قناعت وړ ده،خو اروپایي ټولنې دې لړۍ ته له کومې ګوتڅنډنې پرته،طالبان د تاوتریخوالي کچې په لوړولو تورن کړي دي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې رولاند کوبیا په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې،د دې ټولنې ۲۷ وزیرانو او د بهرنیو سیاستونو مشرانو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالو لوړه کچه د نه منلو وړ بللې او د دوحې له هوکړه لیک وروسته د تمې خلاف کړنه بولي.

دوی هیښتیا ورکړې ده چې دا بهیر به د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ترسره کیدو اټکل کمزوری کړي.

سیاسي فعال فهیم صدیقي په دې اړه وویل چې د طالبانو د ډلې له لوري د تاوتریخوالو ډیریدل د دې لامل شول ترڅو د افغانستان حکومت د دې ډلې د بندیانو د خوشې کیدو لړۍ پڅه پر مخ یوسي.

هغه آرزو ټلویزیون ته وویل: د حکومت ټینګار د بندیانو د خوشې کیدو پر مهال د تاوتریخوالو د کمیدو پر سر دی،خو د طالبانو له لوري تاوتریخوالی لا ډیر شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي،خو دې ډلې ته نږدې سرچینې بیا د تیرو کالونو په پرتله د تاوتریخوالو کچه ټیټه بولي.

د سولې له بهیر څخه باوري سرچینه حسن حقیار په دې اړه وویل چې د افغانستان حکومت او طالبان سولې ته نږدې شوي دي او په داشان شرایطو کې نباید ورانونکې څرګندونې وشي.

د تاوتریخوالي پایته رسیدل د حکومت له مهمو او جدي غوښتنو څخه هم دي.

ولسمشر غني د مشرانو جرګې له مشر او اداري پلاوي سره په لیدنه کې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل او تلپاتې سولې ټینګښت لپاره د تاوتریخوالي کمیدل اړین بللي دي.