| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
اروپایي ټولنه: طالبان د ډیری ملکي مرګ ژوبلو مسوول دي
08 Dec 2020
اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې طالبان په افغانستان کې د ډيریو ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مسوول دي.
د اروپایي ټولنې پلاوي،د اروپايي ټولنې غړو هیوادونه، دنمارک، فلند،فرانسه،آلمان،ایتالیا،استرالیا،کانادا،په افغانستان کې د ناټو استازي،ناروې،انګلستان او په کابل کې د امریکا استازي د دوه نۍ په ورځ (د لیندۍ۱۷/د دسمبر۷) په یوې ګډې اعلانپاڼه کې، د رسنیو د کارکوونکو، مذهبي ډلو او مشرانو، بشرحقونو فعالانو،زدکړیالانو،مدني ټولنې او ملکي کسانو پر وړاندې موخه ییز او ناقانونه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې طالبان او نور بیلابیل ترهګریز سازمانونه په افغانستان کې د ډیریو ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مسوول دي.

د اروپايي ټولني پلاوي وايي بریدونه نه یوازې د افغانانو په وینو برید دی، بلکې د افغانستان د سولې په بهیر یو برید دی.
اروپايي ټولنه له هغو کسانو څخه چې په افغانستان کې د رسنیو او مدني ټولنې د آزادۍ ملاتړ لپاره کار کوي ټینګار کوي چې تمه لري د جګړې ټولې ښکلې خواوې په دې هیواد کې د رسنیو له ازادۍ او بیان ازادې څخه ملاتړ وکړي.
دوی یادونه وکړه چې دوی د افرادو په تعقیب کې د افغان حکومت ملاتړ کوي څوک چې د رسنیو غړي او ملکي وګړي په نښه کوي.
طالبانو تر اوسه د اروپايي ټولنې د دې اعلانپاڼې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
