د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړې استازولۍ واکپال وایي چې اروپایي ټولنه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته هم په دې هیواد کې پاتې کیږي او خپل ماموریت او همکاریو ته دوام ورکوي.
که څه هم تمه ده تر درییو میاشتو امریکايي او ناټو ځواکونه په همغږه توګه له افغانستان څخه ووځي، خو اروپایي ټولنې په دې وروستیو کې د وتلو د بهیر د بشپړیدو وروسته هم د دې سازمان د ماموریت د دوام ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړې استازولۍ واکپال، توماس نیکلسون چې په پرلیکه بڼه د اروپا پارلمان ته وینا کوله، ټینګار یې وکړ چې د افغانستان پر وړاندې د اروپا ماموریت او سیاست بدلون نه دی کړی.
هغه زیاته کړه: “له هغه ځایه چې ځواکونه بهر کیږي، مونږ د پاتې کیدو تکل لرو. زمونږ سیاست بدلون ندی کړی، زمونږ ماموریت بدلون ندی کړی، د افغانستان د خلکو لپاره زمونږ ژمنې بدلون ندی کړی، خو شرایط د بدلیدو په حال کې دي او باید ډاډمن شوو، ځان له بدلونونو سره همغږي کړو چې وکولای شو په تعاملاتو کې ښکیل اوسو او له بشپړ نوي چاپیریال سره خپل کار ته دوام ورکړو.”
اروپایي ټولنه په داسې حال کې د امریکایي ځواکونو د وتلو وروسته د خپل ماموریت د دوام ډاډ سپاري چې تمه ده د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران، سبا په بروکسل کې د افغانستان اړوند ناسته کې خبرې وکړي.
له بلې خوا، یو شمیر هیوادونو مخکې له دې د وتلو د بهیر وروسته د افغانستان د راتلونکي امنیتي حالت اړوند اندیښنه ښودلې ده.
له دې سره، د ولسي جرګې یو شمیر غړي په دې باور دي چې له دولت څخه د ملاتړ لپاره د نړۍ ژمنې په کتو سره، روانه جګړه باید ودرول شي او د سولې هڅې بریالۍ کړای شي.
د ولسي جرګې غړي، عبدالستار حسیني نن (دوه نۍ، غبرګولي لسمه)، د ولسي جرګې په ټولیزه ناسته کې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې، له هر څه مهم د جګړې پایته رسیدل او د سولې د بهیر بریالیتوب دی.
له دې ټولو سره، نږدې یوه میاشت مخکې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو؛ خو په دوحه کې د سولې بهیر لا هم په ټپه دریدلی دی. په دې وروستیو کې امریکایي چارواکو ویلي چې تمه ده د افغانستان دولت پلاوی سبا (درې نۍ)، قطر ته ولاړ شي او په نږدې ورځو کې، له طالبانو سره مخامخې خبرې له سره پیل شي.