1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ارګ: د تاوتریخوالي دوام په هیواد کې د تلپاتې سولې ټینګیدل اغیزمن کوي

ارگ
12 Jul 2020

ارګ وایي هغه مهال رارسیدلی چې طالبان له تاوتریخوالي لاس په سر او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

 

 د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي نن (یوه نۍ، چنګاښ۲۲/جولای۱۲)، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو وروستی تاوتریخوالی، پر امنیتي سرتیرو برید او د واټ تر غاړې د ماینونو چاودنې، په هیواد کې د سولې بهیر اغیزمن کوي.

هغه زیاته کړه: په ښارونو کې د طالبانو د وروستیو تاوتریخوالي ډیروالی، د هیواد په امنیتي او دفاعي سرتیرو برید، د طالبانو له لورې د واټ ترغاړې د ماینونو چاودنې چې قربانیان یې خلک دي او موخه یې دولتي کارکوونکي، په هیواد کې د خبرو د پیل او د تلپاتې سولې د ټینګیدو لپاره زمونږ د خلکو او نړیوالې ټولنې هیلې او تمې اغیزمنې کوي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه: هغه مهال رارسیدلی چې د طالبانو ډله، له تاوتریخوالي لاس په سر او په رښتیني توګه د سولې له بهیر سره یوځای شي.

خو د طالبانو ډلې د حکومت دا غوښتنه نامنطقي بللې ده.

دې ډلې د ښاغلي صدیقي د ټویټونو په غبرګون کې لیکلي چې؛ ”که څوک غواړي چې لومړی جګړه ودرول شي، وروسته خبرې پیل شي، دا غوښتنې منطقي نده، جګړه ځکه روانه ده چې مونږ بله کومه ټاکنه نده موندلې.“

طالبانو همداراز ویلي، که څوک د جګړې دوام نه غواړي، نو ولې د خبرو د پیل په لاره کې خنډونه رامنځته کوي؟ پریږدئ چې افغانان هم د سیاسي هوکړې له لارې چې د ټول ولس او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده، پایلې ته ورسیږي. له نامسوولانه څرګندونو، خبرو او بې بنسټونو تورونو سره ستونزه نه هواریږي.

له بلې خوا په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي، خیرالله خیرخواه له الجزیره خبري آژانس سره په مرکه کې، حکومت په هیواد کې د تاوتریخوالي د ډيریدو عامل بللی دی.

د طالبانو دې چارواکي زیاته کړې: لومړی دا چې د کابل اداره د جګړې د ډیریدو او عملیاتو اړوند مبالغه کوي. هغه څه چې هغوی وایي، رښتیا ندي. دویم دا چې د کابل اداره د دې جګړې د ډیریدو تر شا ده. هغوی د طالبانو سیمو ته ځي او نوي پلټنځایونه جوړوي چې دا د جګړې د ډیریدو اصلي لامل دی. درییم په هوکړه لیک کې زمونږ او د کابل د ادارې ترمنځ د هیڅ اورنبد یادونه نده شوې او دا یوازې زمونږ او امریکاییانو ترمنځ ده.

افغانستان ته د سولې د راوستلو د هوکړه لیک یوه مهمه برخه، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل وړاندې، د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي کمښت دی، خو حجکومت او یو شمیر نړیوالو سازمانونو، تل طالبان د دې برخې په ترپښو لاندې کولو تورن کړي.