1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ارګ له سپیدار او سیاستوالو سره د مرکچي پلاوي په جوړښت سلا نده کړې

مذاکرات-صلح
08 Mar 2020

یو شمیر سیاستوال په ولسمشرۍ ماڼۍ نیوکه کوي او وایي چې د افغانانو ترمنځ په خبرو کې ځنډ هیوادوالو ته سخت تاوان رسولای شي.

د افغانانو ترمنځ خبرې باید د مارچ په لسمه پیل شي؛ خو هغه پلاوی چې د سیاستوالو او حکومت له لورې په دې ناسته کې استازولي وکړي، تراوسه ندی ټاکل شوی.

که څه ولسمشر غني پرون (پیلنۍ، د مارچ ۷)، د ملي شورا په پرانیست غونډه کې تر درییو ورځو د حکومت د مرکچي پلاوي د پیژندل کیدو خبر ورکړ؛ خو یو شمیر سیاستوال، ارګ د دې پلاوي په ټاکلو کې په خپل سریو تورنوي.

د افغانستان د ملي پيوستون د نهضت د ګوند مشر، سید اسحاق ګیلاني، په دې اړه وویل چې له دوی او حتی د حکومت له ۵۰ سلنه شریک، اجرایي مشر سهر په دې اړه سلا نده شوې.

مخکې له دې سپیدار ماڼۍ د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د شپږ کسیز پلاوي له ټاکلو خبر ورکړی وو؛ دې پلاوي کې؛ حفیظ منصور، انورالحق احدي، باتور دوستم، محمد ناطقي، اسدالله سعادتي او فرخنده زهرا نادري شامل دي.

خو لا روښانه نده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په وروستي شوي نوملړ کې، آیا د هغه کسانو نومونه به هم شامل وي چې د اجرايي ریاست په نوملړ کې وو، که نه؟

له دې سره، د ولسمشرۍ ماڼۍ د د ویاند مرستیال، درانۍ وزیري، رسنیو ته ډاډ وسپاره چې په نږدې ورځو کې، یو ټول شموله پلاوی چې له ټولو خواوو او بهیرونو به استازولي وکړي، د حکومت لخوا جوړیږي.

له بلې خوا، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر، د مارچ په لسمه نیټه د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د دې ډلې د چمتووالي خبر ورکوي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر یوه غړي سهیل شاهین له امریکا غوښتي چې افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک په برخه کې ژمن پاتې شي او د هغو کسانو مخنیوی وکړي چې د هوکړه لیک د شنډولو هڅه لري.

د طالبانو ډلې دې غړي همداشان د افغانانو ترمنځ د خبرو پیلیدو سره د جګړې د کچې د ټیټیدو خبر هم ورکړی دی.

د یادونې ده؛ تراوسه په رسمي بڼه د افغانانو ترمنځ د ناستې د ترسره کیدو لپاره ځانګړی ځای ندی اعلان شوی؛ خو مخکې له دې ناروی او آلمان هیوادونو د دې خبرو د کوربه توب لپاره لیوالتیا ښودلې ده.