د ولسي جرګې مشر وایي چې په لویو او برخه لیک ټاکونکو قضیو کې د بیلابیلو قومونو نه ګډون، ملي روحیه زیانمنوي او د هیواد ستونزې به لا ډیرې کړي.
د استانبول په ناسته کې د افغانستان دولت د ګډون کوونکي پلاوي لومړنی نوملړ، تیره شپه (یوه نۍ، وري دوه ویشتمه)، د یو شمیر رسنیو له لورې خپور شو.
که څه هم د افغانستان دولت او طالبانو ډلې د پلاویو جوړښت په رسمي توګه ندی تایید شوی او د ملي روغې جوړې لویې شورا هم دا جوړښت ندی منلی، خو ولسي جرګې په خپلې نننۍ ناسته کې د خپور شوي نوملړ اړوند غبرګون وښود.
د ولسي جرګې غړی، خان آغا رضایي په دې تړاو وایي: “له بده مرغه په پلاوي کې، ترکیب او ولسي جرګه په پام کې نده نیول شوې. له بده مرغه له همدې نابرابریو له کبله مونږ په تیرو څلویښت کلونو کې جګړې او نابرابرۍ تیرې کړې.”
د ولسي جرګې بلې غړې، نیلوفر ابراهیمي وویلې چې د حکومت د پلاوي په جوړښت کې باید اصل “د شخړې لوري” اوسي او په اوسني جوړښت کې د افغانستان د خلکو لپاره حل لاره شتون نلري.
د ولسي جرګې دې غړې ټینګار وکړ چې د استانبول ناسته کې ګډون کوونکي پلاوي په جوړښت کې، باید د قومونو د حضور کچه په پام کې ونیول شي.
د ولسي جرګې بل غړي، نادر خان کټوازي بیا د دې څرګندونو په تړاو غبرګون وښود. هغه وویل چې ولسي جرګه باید د ولس په کور کې قومي سکالې یادې نکړي او د یو شمیر هیوادونو لوړغږي ونه اوسي.
په همدې حال کې، د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني وایي چې په لویو او برخه لیک ټاکونکو قضیو کې د بیلابیلو قومونو نه حضور، د افغانستان ستونزې لا پیچلې کوي.
هغه زیاته کړه: “د سولې د مرکچي پلاوي اړوند ستاسې د اندیښنو په باب باید وویل شي چې افغانستان یو څو قومي هیواد دی. په لویو قضیو کې د بیلابیلو قومونو حضور، ملي یووالي لا ټینګوي او پایله به یې د ټولنیز عدالت پر بنسټ وي.”
خو په نننۍ ناسته کې د دې پلاوي د جوړښت پر سر د بحث اوږدیدو، د قانون جوړوونکو ترمنځ لفظي شخړې رامنځته کړې تر هغه چې د دې ناستې ژوندۍ خپرونه د څو دقیقو لپاره د رسنیو پرمخ وتړل شوه.
له دې ټولو سره، تمه ده چې د افغانستان د سولې په تړاو د ترکیې برخه لیک ټاکونکې ناسته، د اپریل په شپاړلسمې نیټې په استانبول کې ترسره شي.