د ملي دفاع وزارت واکپال په ولسي جرګه کې وویل چې طالبانو تراوسه د سولې لباره تکل ندی ښودلی او باور نلري چې روانې خبرې پایله ولري.
د ملي دفاع وزارت واکپال، اسدالله خالد چې نن (درې نۍ، لړم۲۷)، د ولسي جرګې د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره خپلې کاري برنامې وړاندې کولې، له حکومت سره یې د سولې لپاره د طالبانو نیت ته د شک په سترګه وکتل.
هغه وویل چې د طالبانو ترمنځ، د ”سولې او تاوتریخوالي لږیدو“ لپاره تکل نه لیدل کیږي.
ښاغلي خالد وویل: د سولې د بهیر مخالفه نه یم، خو باور نلرم چې د سولې خبرې پایله ولري. د ملي پوځ پرته هیڅ ساتونکی نشته چې له سولې ساتنه وکړي، خو طالبانو تراوسه د سولې لپاره هیڅ تکل ندی ښودلی.
د ملي دفاع وزارت واکپال وویل که د قطر د خبرو مزاحمتونه نه وای، امنیتي سرتیرو به ډیرې لاسته راوړنې لرلای؛ خو طالبانو له دې بهیر څخه ګټنه کړې او تاوتریخوالی یې ټیټ نکړ.
خالد له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل هم د اندیښنې وړ ونه بلل او زیاته یې کړه: که څه هم تراوسه هیڅ نښه نده لیدل شوې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو که ووځي هم، هیڅ اندیښنه شتون نلري؛ ځکه ۹۶ سلنه عملیات د افغان امنیتي او دفاعي سرتیرو له لورې په خپلواکه توګه ترسره کیږي.
د ملي دفاع وزارت واکپال؛ په دې وزارت کې د فساد پر وړاندې په جدي مبارزې ټینګار وکړ او بریښنایي سیسټم ته یې د کاغذي سیسټم بدلون د دفاع وزارت لاسته راوړنه وبلله.
اسدالله خالد د خپلو برنامو په تړاو همداراز وویل: په راتلونکي کال کې پنځلس زره سرتیري به د کابل په ښوونیز مرکز کې او اته زره سرتیري به د ملي پوځ د ښوونې او روزنې سیمه ییزو مرکزونو کې جذب شي.
د ملي دفاع وزارت څوکاټ کې د سیمه ییزو پولیسو یوځای کیدل، د دې پوځیانو له لورې د له هوا څخه د ۶۰ سلنه ځمکې څار، د کومانډو ځواکونو د شمیر دوه برابره کیدل او په عملیاتو کې د دې ځواکونو ګډون، په پرمختللو جګړه ییزو وسلو د پوځيانو سمبالښت او په قول اردوګانو کې د رنجر په نوم د نوې قطعې جوړیدل، ولسي جرګې ته د ملي دفاع وزارت واکپال له لورې د لاسته راوړنو او برنامو برخې وې.