| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
اسماعیل خان: د روغې جوړې د شورا جوړښت د سولې بهیر لا پیچلی کوي
02 Sep 2020
د ملي روغې جوړې د لویې شورا غړی، محمداسماعیل خان وایي چې د ارګ له لورې د روغې جوړې شورا د جوړښت اعلان، له دوی سره د سلاوو پرته شوی دی.
محمد اسماعیل خان، د ملي روغې جوړې شورا د جوړیدو په غبرګون کې آءزو ته وویل چې د دې شورا جوړښت له سیاسیونو او ګوندونو سره د سلاوو پرته د ارګ له لورې اعلان شوی چې د سیاستوالو ترمنځ د ناپخلاینې او اختلاف لامل ګرځیدلی.
د هغه په باور، د دې حالت دوام د سولې بهیر لا پیچلی کوي.
خو مخکې له دې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د مصالحې شورا جوړښت، د هیواد له سیاسي مشرانو سره د سلاوو پر بنسټ اعلان شوی.
د روغې جوړې د لویې شورا د دې غړي د ویناوو پر بنسټ، د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته نږدې کیدو سره سره، لا تراوسه د ملي روغې جوړې د لویې شورا او د دولت د مرکچي پلاوي ترمنځ مشورتي ناسته نده شوې.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د روغې جوړې د لویې شورا د غړو نوملړ، د همدې اوونۍ په پیل کې د ارګ له لورې اعلان شوی او تراوسه حامد کرزي، صلاح الدین رباني، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند او کریم خلیلي په دې شورا کې غړیتوب ندی منلی.
عبدالله عبدالله هم د دې شورا له جوړښت سره خپل مخالفت اعلان کړی او ویلي چې د ملي روغې جوړې شورا جوړیدل د ده له واکونو څخه دی او د ولسمشرۍ د فرمان ایجاب نه کوي.

خو د ملي روغې جوړې د شورا په جوړښت د اختلافونو سره سره، نن (څلورنۍ، وږي۱۲)، عبدالله عبدالله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې حضور درلود او د ولسمشر غني ترڅنګ یې د افغانستان دولت له مرکچي پلاوي سره ولیدل.
د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر، سیداسحاق ګیلاني په دې اړه وویل: کله چې د هیواد د مشرانو ترمنځ خودخواهي او ځای غوښتنه شتون ولري، داسې ستونزې رامنځته کیږي.
له دې ټولو سره، سپیدار ویلي چې د ملي مصالحې د لویې شورا جوړښت باید ملي، جامع او ټول ګډونه اوسي او په دې برخه کې له سیاسي بهیرونو او مدني ټولنو او مشرانو سره خبءې پیل شوي او د وروستي کیدو په حال کې دي.
