1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اشرف‌غنی:د طالبانو له لوري د جګړو دوام د تاوتریخوالی د پراختیا لامل شوی دی

غنی
26 Oct 2019

ولسمشرغني د آذربایجان په پلازمینه باکو کې د “عدم انسلاک غورځنګ” په ناسته کې ویلي دي چې د طالبانو ډله لاهم په افغانستان کې د تاوتریخوالی او ویجاړۍ د آندونو د پراختیا په هڅه ده.

له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د بیا پیل لپاره نړیوالو او سیمه ییزو هڅو له پیل سره هم مهاله،د افغانستان حکومت یو ځل بیا دا ډله په هیواد کې د سولې د ټينګښت پر وړاندې خنډ بولي.

ولسمشرغني د آذربایجان په پلازمینه باکو کې د “عدم انسلاک غورځنګ” ناسته کې وویل چې طالبانو سولې ته په نه ویلو سره،په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اوږدمهاله حضور ته زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي غني زیاته کړې ده چې د دې ډلې له لوري د جګړو دوام،همدا شان په هیواد کې د تاوتریخوالی او ویجاړۍ لامل شوې ده.

هغه وویل:که چیري طالبانو او ملاتړو یې چې پټن ځایونه او ملاتړیزې شبکې د طالبانو په واک کې ورکوي،زمونږ وړاندیز دې منلی وای،اوس د نړیوالو ځواکونو شمیر راکمیده او نور د دهغوی د اوږدمهاله حضور لپاره اړتیا نه لیدل کیده،په خواشینۍ سره طالبان چې پټن ځایونه،نشه یې توکي او له ترهګریزو ډلو سره د دوی فعالیت په نړیواله کچه د دوی لپاره د فعالیت زمینه برابروي،د افغان ولسي کسانو پر وړاندې یې وژنې په لاره اچولې دي او زمونږ د لمنځه وړو لپاره د تاوتریخوالی او ویجاړونکی فکرونو د پراختیا په حال کې دي.

ولسمشرهمدا شان وویل چې  د افغانستان حکومت له خپلو ملګرو هیوادونو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو اترو بیا پیل ته ژمن دی.

ښاغلی غني همدا شان وویل چې له افغانستان څخه نباید د بهرنیو هیوادونو نیابتي جګړې د ډګر په توګه کار واخستل شي.

هغه زیاته کړه: که چیري په مثبته توګه عدم انسلاک،د بی پلوۍ اصلي معنا او د لوبې قواعدو چې مونږ په خپله ۶۰ کاله وړاندې جوړ کړ ولاړ اوسو،نو افغانستان نباید د ځواکونو د نیابتي جګړو په میدان واوړي، د نړۍ او ګاونډیو هیوادونو د نه غوښتل شویو عناصرو د نیابتی جګړې د ډګر په توګه له نباید له افغانستان څخه ګټه پورته شي،مونږ د سولې او ټیکاوو په فضا کې د ژوند حل لرو او دې موخې ته رسیږو.

له دې ټولو سره ولسمشر په دې ناسته کې خوښیې څرګنده کړه چې افغانستان د پرمختګ او په سیمه کې د څلور لارې د اوښتو په حال کې ده.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي