ولسمشرغني د ترکیې له یوه دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وایې،هر هغه هوکړه چې د سولې په اړه له ټاکنو مخکې کیږي لومړنۍ به وي او په افغانستان کې ټیکاوو یوازي د یوه ولسواک بهیر له لارې شونی دی.
په افغانستان کې ټیکاوو به ،یوازې د ولسواکۍ له لارې شونی وي.
ولسمشرغني د ترکیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې خلکو د سولې په مشورتي جرګه کې جمهوری نظام تایید کړ او سوله په اسلامي امارت کې نه بلکه باید په جمهوری نظام کې ټینګه شي.
هغه زیاته کړه : په افغانستان کې ټيکاو یوازی د یوه ولسواک بهیر له لارې شونې ده.د افغانستان خلک،هیڅ کله امارت نه مني.بلکه په زور سره پر دوي تحمیل شوی وو،دسولې لویه مشورتي جرګه چې د غویې له ۹ مې تر ۱۲ مې ترسره شوه،جمهوری نظام یې تایید کړ،سوله باید په جمهوري نظام کي ټينګه شي نه په اسلامی امارت کې.
ښاغلي غني د ټاکنو ترسره کیدل هم د افغانستان لپاره مهم وبالل او زیاته یې کړه چې سوله به پر دې بهیر اغیزه ونه کړي.
خو هغه بیا له ټاکنو مخکې د سولې لومړنۍ هوکړې ته پر رسیدو ټينګار کوي.
ولسمشرغنی وویل: دسولې بهیر به پر ټاکنو اغیز ونه لري،لومړی باید هغه سوله چې پر ټاکنو اغیزمنه ده وپیژنو چې سوله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ده،نه د متحده ایالاتونو او طالبان تر منځ،له متحده ایالاتونو او نورو همکارو هیوادونو سره زمونږ هوکړه دا ده چې مخکې له ټاکنو په لومړیو کې یوې لومړنې سولې یا دسولې لپاره یوه څوکاټ ته لاس رسی پیدا کړو.له هغه ځایه چې ټاکنې یوه حیاتی پروسه ده ترسره کیدل یي هم حتمي دي.له بلې خوا،ټاکنې هغه بهیر دی چې په اساسی قانون کې راغلي دي.خو د افغانستان راتلونکی ولسمشر که زه اوسم یا بل کس باید د سولې بهیر ته دوام ورکړي.
ښاغلي غني د لنډمهاله حکومت اړوند سوال په ځواب کې په دې اړه خبرې اترې بی معنا وبللې.
هغه وویل: دا بی معنا خبرې دي.هیڅ هغه حکومت چې د ولسواکۍ له لارې ټاکل شوی وي. دخپل ځان د لمنځه وړو حق نه لري.په کوم واک سره یو لنډمهاله حکومت رامنځته کیږي؟
ولسمشر غني د خپلو ویناوو په ترڅ کې یو ځل بیا وویل چې په افغانستان کې د پاکستان نا اعلان شوې جګړه لاهم دوام لري.
ښاغلی غني وویل:هغه نا اعلان شوې جګړه په پاکستان کې د افغانستان پر وړاندی پیل شوې ده،تر اوسه دوام لري.ترهګریزې ډلې لاهم د مدرسو له لارې د پټن ځایونو او اډو څښتن دي چې په لومړی پړاوو کې هلته خوځښت ویني.
له دې ټولو سره،محمداشرف غني د افغانستان پر نیمایې خاورې د طالبانو د نفوذ اړوند راپورونه هم رد کړل او زیاته یې کړه چې دا ډله په افغانستان کې له ۴۰۰ ولسوالیو څخه یوازي په ۲۲ ولسوالیو کې نفوذ لري.
آرزو خبری سایټ ــ شمس الله رحیمي