ولسمشر غني له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي چې حکومت داسې سولې ته ژمن دی چې منفي پایله ونلري او د طالبانو تګلاره هم په اوسنۍ ټولنې نشي تپل کیدای.
ولسمشر غني له سي ان ان شبکې سره په مرکه کې، یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د واک د لیږد اړوند په خپل دریځ ټینګار وکړ.
هغه د ټاکنو له لارې د واک لیږد د افغانستان د خلکو قربانیو ته درناوی بولي او ټینګار کوي چې طالباني کړنچاره نشي کولای په اوسنۍ ټولنې وتپل شي.
ولسمشر زیاته کړې: زما اصلي موخه دا ده چې وکولای شم واک د خلکو د ارادې له مخې خپل ټاکلي ځایناستي ته وسپارم. دا ګام د افغانستان د ملکي وګړو، فعالانو او خلکو سرښندنو ته د درناوي لپاره دی. باید دا موضوع روښانه کړو چې د افغانستان ټولنه تیرو ته د ستنیدو لیوالتیا نلري او له هغې ټولنې نه یوو چې د طالباني فکر بڼه پر مونږ وتپل شي
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر وروسته، د لنډمهاله حکومت د جوړیدو خبرې ډیرې شوې.
ښاغلي غني همداراز وویل چې حکومت د مثبتې سولې غوښتونکی دی چې ټول په خپل تیر غالبه او یو بل ومني. هغه وویل: . زمونږ ټولنه سولې ته د رسیدو په برخه کې یووالی لري، خو مونږ مثبته سوله غواړو.
ولسمشر همداراز وایي چې له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا، یواځې ۹۸ امریکايي سرتیرو او له څلویښت زرو ډير افغان ملکي او پوځي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړي.
ښاغلي غني له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته هم ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل چې دا بهیر باید د وړاندوینې وړ او د دواړو هیوادونو ګټې په کې خوندي وي.
ښاغلي غني یادونه وکړه: مونږ د خپل راتلونکي مسوولیت پرغاړه اخلو، خو که متحده ایالتونه غواړي چې بهر شي، ټول هغه څه چې مونږ یې غواړو، د وړاندوینې او د دواړو لوریو د هوکړې وړ بهیر دی. د ځواکونو شمیر لږ شوی، د امریکا ټاکلی ولسمشر جوبایډن خپلې پریکړې لري، او مونږ به په ګډه لاره جوړه کړو چې دا ډاډ ترلاسه شي چې زمونږ ګډې ګټې خوندي دي.
که څه هم حکومت مخکې له دې ویلي وو چې د افغانانو ترمنځ د خبرو په دویم پړاو کې به ټولیز اوربند او د جوړښتونو ساتنه لومړیتوب وي؛ خو په دوحه کې د خبرو د دویم پړاو پیلیدو سره، په کابل کې د لنډمهاله ادارې د جوړیدو پر سر خبرې ډیرې شوي او تراوسه یو شمیر سیاسیونو هم له دې طرحې ملاتړ کړی دی.