1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اشرف غني: د افغانستان د راتلونکي په اړه به خلک پریکړه وکړي

182751315_3912511385491741_3814394944340687566_n
04 May 2021

ولسمشر غني وایي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره د زمینې برابریدو سره، د طالبانو د جګړې د دوام لپاره پلمه پاتې نده.

 

ولسمشر غني نن (درې نۍ، غویي څوارلسمه)، د سل ورځې، سل زیري برنامه کې چې دا اونۍ پوهنې ته ځانګړې شوې، د طالبانو فعالیتونو ته ګوتڅنډنې سره وویل چې دې ډلې په تیر یوه کال کې د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د پوهنتونو او ښوونځیو په ګډون د افغانستان بنسټونو تاوان رسولی دی.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل چې د پلونو چاودولو او د بنسټونو ویجاړولو سره د څه په لټه دي.

ولسمشر یادونه وکړه چې له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د زمینې برابریدو سره، د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه هم پایته رسیدلې او دا ډله باید پردیو ته نوکري ونکړي.

ښاغلي غني یو ځل بیا سوله د افغانستان بنسټیز حق وباله؛ خو ټینګار کوي چې اوس اصلي پریکړې د افغانستان دولت او خلکو له لورې کیږي.

هغه زیاته کړه: مونږ سوله غواړو او له سولې شاتګ نه کوو او دا د افغانستان خلکو یو بنسټیز حق دی؛ خو د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته به ملي پریکړې دولت او ولس سره یوځای وکړي؛ مونږ د پریکړو سرچینې یوو او پریکړې کوو؛ ځکه خلک سوله غواړي.

له بلې خوا ښاغلي غني د فارن افیرس ورځپاڼه کې یوې مقاله کې ویلي چې که ډاډمن شي چې د خبرو په پایله کې، په هیواد کې سوله ټینګیږي، چمتو دی چې له مهاله مخکې خپله ولسمشرۍ دوره پایته ورسوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په دوحه کې د افغانستان دولت او طالبانو ډلې له پلاویو سره د لیدنې وروسته، د دوه نۍ په ورځ کابل ته راغلی او له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره جلا لیدنې لرلي.

په کابل کې د امریکا سفارت په خبرپاڼه کې د دې لیدنو جزییات خپاره شوي دي. د دې خبرپاڼې پر بنسټ، خلیلزاد له افغان چارواکو او سیاستوالو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې سیمه او نړۍ به د پوځي لارې د واک د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د هرې هڅې پر وړاندې به ودریږي او په دې برخه کې نړیواله ټلواله شتون لري.

ښاغلي خلیلزاد همداراز د افغانستان له امنیتي سرتیرو د امریکا د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.