1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اشرف غني: د افغانستان لپاره سر ورکوم، خو چاته یې نه تسلیموم

طرح-اشرف-غنی-1536x1024
07 Apr 2021

ولسمشر وایي چې د هغه د سولې برنامه، د نوې جګړې لپاره پیلامه نده؛ بلکې په هیواد کې د ۴۲ کلن تاوتریخوالي د پایته رسیدو لپاره طرحه ده.

 

د افغانستان د سولې لپاره د استانبول ناستې ترسره کیدو په درشل کې، ولسمشرغني یوه درې پړاویزه طرحه چمتو کړې ده؛ سیاسي هوکړه، د سولې حکومت او سولې جوړول، دولت جوړونه او د بازار جوړول د دې طرحې برخې دي.

ولسمشرغني تیره ورځ درې نۍ ماښام (وري اولسمه)، د دې طرحې جزییات د کابینې او لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور وړاندې کړه.

هغه د خپلو ویناو په یوې برخه کې طالبان تورن کړل چې له اوربندڅخه ویره لري. ښاغلی غني ټینګار وکړ چې د خپل سر په بیه به له افغانستان څخه ساتنه وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: “بېځایه له اوربند څخه ویریږي. خیال کوي که اوربند ونکړي، ټولنه به دوی (طالبان) رد کړي. د ټولنې په استازولۍ ژمنه کوم د ملي او اسلامي ژمنې په صورت سیاسي خبرې ترسره کوو. د هیواد لپاره سر ورکوم، خو چا ته یې نه تسلیموم.”

په یو شمیر سیاسي ناستو کې بیا ولسمشر د سولې پر وړاندې په خنډ تورنیږي، چې وکولای شي په واک کې پاتې شي. خو ظاهرآ ښاغلی غني د همدې نیوکو پر وړاندې وايي چې د ده لپاره د نظام دوام ارزښت لري، نه د یوه شخص دوام.

هغه د دې طرحې مهمه برخه تیرو ۴۲ کلونو تاوتریخوالو ته د پای ټکي ايښودل وبلل او یاده یې کړه: “د نظام دوام مهم دی، نه د فرد. په اصلي توګه د ۴۲ کلن تاوتریخوالي پای زمونږ موخه ده.”

مخکې له دې د ملي روغې جوړې لویې شورا هم د ولسمشر غني د دې طرحې له تر لاسه کولو خبر ورکړی وو او ویلي وو چې د ملي روغې جوړې د سولې د مسودې د چمتو کولو او تریب کمیټې پرې بحث پیل کړی دی.

دې شورا ویلي دي چې د سیاسي ګوندونو او د دې شورا د مشرتابه کمېټې له آدرسه ورته څه باندې ۳۰ طرحې رسیدلې دي.

د ګزارشونو پر بنسټ؛ د افغانستان اړوند د ترکیې ناسته د پریل میاشتې په شپاړلسمه ترسره کیږي.

د افغانستان د دولت او سیاسي بهیرونو له مهمو کارونو یوې ګډې طرحې پر سر هوکړې لپاره ټلواله ده چې هغه په استانبول ناسته کې د یوه واحد لید په توګه وړاندې کړي.