ولسمشر غني د امریکا له پي بي اس شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د امریکايي ځواکونو وتل یوه تګلاریزه پریکړه ده او د دې ځواکونو وتل به د افغانستان جګړه لا آسانه کړي.
ښاغلي غني په دې مرکه کې ویلي دي: “د امریکا وتل یوه تګلاریزه پریکړه ده چې ډیر څه به روښانه کړي. جګړه به لا ساده شي، ځکه د نړیوالې چلوټې او یا په دوام لرونکې بڼه د پاتې کیدو لپاره د نړیوالې پریکړې ټولې ادعاوې د پایته رسیدو په حال کې دي. لازمه ده چې له یوه بل سره کار وکړو.”
هغه پر دوام وویل: “بل عامل سیمه ده. د سیمې لپاره دا روښانه شوې چې امریکا د اوږدمهاله حضور لپاره تکل نلري. اړتیا ده چې د امنیت ټولیزې تګلارې ته د لاسرسي لپاره د یوه بل ترڅنګ راشو.”
د بايډن ادارې د پریکړې پر بنسټ، ټول امریکایي پوځیان به د روان زیږدیځ کال د سپټامبر تر ۱۱ نیټې له افغانستان څخه بهر شي او تراوسه د دې هیواد د ځواکونو یو شمیر وتلي هم دي.
که څه هم طالبانو پر بهرنیو پوځیانو خپل بریدونه درولي دي، خو اوس مهال د هیواد په ځینو برخو کې د افغانستان د امنیتي سرتیرو او طالبانو ډلې ترمنځ جګړې روانې دي.
ولسمشر غني بیا په دې مرکخه کې ویلي چې طالبان د سیمو د ساتنې وړتیا نلري او پاشلي بریدونه ترسره کوي.
ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې راتلونکې سیاسي هوکړه باید د ټاکنو د ترسره کیدو پر بنسټ اوسي چې د هغه په باور، د تیرو دوو لسیزو ارزښتونه او لاسته راوړنې وساتل شي.
هغه دې ته چې آیا چمتو دی واک لنډمهالي حکومت ته وسپاري، د رد ځواب ورکړ او وویل: “که جګړه دوام ومومي، زه د وسله وال پوځ اعلی رسقومندان یم. زه خپل خلک او سرتیري یوازې نه پریږدم. زه غواړم چې د خپل هیواد لپاره ومرم. واک ته لیوالتیا نلرم، زه د نظم ټینګښت ته ژمن یم، د افغانستان ټولنه نظم غواړي.”
له بلې خوا په دې وروستیو کې د چین د بهرنیو چارو وزیر د هیواد د ملي امنیت شورا سلاکار سره په مرکه کې، د سولې له بهیر څخه د ملاتړ ترڅنګ، د افغانانو ترمنځ د خبرو د کوربه توب لپاره د خپل هیواد د چمتووالي خبر کړې ده.