| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
اشرف غني: سیاسي هوکړه، د سولې دولت جوړیدل او ټاکنیز حکومت له جګړې د راوتلو پړاوونه دي
11 Apr 2021
ولسمشر غني یو ځل بیا وویل چې سولې ته د رسیدو لپاره باید مشروعیت شته وي چې بنسټ یې اساسي قانون دی.
ولسمشر غني د کوهدامن خلکو غونډې ته په یوه پیغام کې وویل چې د سولې له پله د تیریدو لپاره باید قانون مشروعیت شتون ولري چې بنسټ یې، اساسي قانون اوسي؛ که نه، خلک به یې بیه ورکړي.
د هغه په باور، “سیاسي هوکړې ته رسیدل، د سولې دولت جوړښت او ټاکنیز حکومت”، له جګړې د تیریدو پړاوونه د؛ خو سیاسي هوکړې ته د رسیدو وروسته، خلک هم باید په لویه جرګه کې پرې پخلی وکړي.
ښاغلي غني زیاته کړه: “اړتیا ده چې مونږ روښانه طریقې ولرو. محک د ټاکنو مشروعیت دی. زمونږ ژمنه ټاکنې دي. ملي اقتدار خپل ټاکل شوي ځایناستي ته ورکوو.”
ولسمشر غني که څه هم وویل چې د هغه د حکومت قانوني مهال پاتی دی، خو د سولې لپاره قربانۍ ته چمتو دی. هغه ټینګار وکړ چې د نړیوالې څارنې لاندې ژرمهاله ټاکنو ترسره کیدو ته چمتو دی؛ هغه ټاکنې چې خپله به په کې نوماند نه وي.

له بلې خوا، د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح په دې ناسته کې وایي چې له ګواښونو او ناکراریو سره هم مهاله په خبرو کې پرمختګ ناشونی دی او نیوکه یې وکړه چې طالبان له تاوتریخوالي د ابزار په توګه ګټنه کوي.
ښاغلي صالح همداراز وویل: “که طالبان غواړي، اوربند دې وکړي. د ګواښ، ناکراریو او چاودنو لاندې ستونزمنه ده چې مونږ په خبرو کې پرمختګ ولرو. طالبان له اوربند څخه ویریږي، ځکه که تاوتریخوالی د ابزار په توګه له لاسه ورکړي، فکر کوي چې د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه له دوی سره جدي خبرو ته دوام نه ورکوي. خو ژمنه کوو که اوربند وشي، د سولې له خبرو زمونږ جدیت نه کمیږي.”
هغه همداراز ډاډ ورکړ چې د خبرو په بهیر کې، اساسي قانون باید له پامه ونه غورځول شي.
د ولسمشر لومړي مرستیال، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د طالب بندیانو د خوشې کیدو پریکړه هم تیروتنه وبلله او ویې ویل: “پنځه اتیا سلنه خوشې شوي بندیان، بیا جګړې ته ستانه شوي او د خلکو وژنو ته یې مخه کړې ده. مونږ دا تیروتنه بیاځلي نه کوو. د طالبانو د بیا آزمیښت لپاره د بندیانو هیڅ ډول خوشې کول نه ترسره کوو.”
ښاغلي صالح د خپلو خبرو په یوې بله څنډه کې د آسیا زړه ناستې-استانبول بهیر ته هم ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل چې د سیمې هیوادونو اعلان کړی چې د هیڅ شرایطو له مخې امارت نه غواړي او خلک هم امارت نه غواړي.
هغه طالبانو ته په خطاب کې، له دې ډلې وغوښتل چې د افغانستان د ټولنې د یوې برخې په توګه په هیواد کې ژوند وکړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال همداراز د داسې تړون د ترلاس لاندې نیولو خبر وکړه چې په هغه کې، دواړه لوري به تلپاتې تړون ولري، که طالبانو ټاکنې وبایللې جګړې ته نه ستنیږي او په واک کې به ونډه ولري.
د حکومت مشران په داسې حال کې راتلونکي مشر ته د واک سپارلو او په نظام کې د طالبانو د سیاسي ګډون لپاره د ژرمهاله ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار کوي چې دې ډلې تراوسه دا بلنه رد کړې او اوسنی حکومت یې د سولې لپاره خنډ بللی دی.
