1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اشرف غني: لنډمهالی حکومت د وینې توییدنې لامل ګرځي

141754308_3646635078746041_7826194446884620557_n
30 Jan 2021

ولسمشر غني د لنډمهالي حکومت د جوړیدو د غوښتنو په غبرګون کې، تیره شپه (جمعه، سلواغې۱۰مه)، د آسپین انسټیټیوټ په مجازي ناسته کې وویل چې په تیرو کې لنډمهالي حکومتونه د وینې توییدنې لامل ګرځیدلې دي.

 

ښاغلي غني د نوییمې زیږدیځې لسیزې کورنیو جګړو ته ګوتڅنډنې سره وویل چې په افغانستان کې د لنډمهالو حکومتونو طرحه ناکامه وه او د وینې توییدنې لامل ګرځیدلې ده.

هغه زیاته کړه:هغه مهال یو لومړي وزیر خپل ولسمشر بمباران کوه او ولسمشر هم د خپل لومړي وزیر پر وړاندې د جنګیدو پرته هیڅ چاره نلرله.

ولسمشر غني زیاته کړه: “د لنډمهالي حکومت مشورعیت به څه وي او دا حکومت به له کومه ځایه خپل مشروعیت ترلاسه کوي؟ آیا د افغانستان امنیتي او دفاعي سرتیري به د دې حکومت سپارښتنې ومني؟ کله چې لنډمهاله وایوو دا حکومت به له اساسي قانون سره څه ډول چلند ولري؟”

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې تیره ورځ، د طالبانو ډلې د مرکچي پلاوي سیاسي مرستیال، ولسمشر غني په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو پر وړاندې اصلي خنډ وباله او له واک څخه یې د هغه د لاس په سر کیدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني بیا په خپلو ویناوو کې، په دوحه کې د طالبانو پلاوی په پلمې لټولو او د جمهوریت له پلاوي سره د خبرو د دوام لپاره په نه حاضریدو تورن کړ.

هغه وویل: “د جنورۍ میاشتې له پنځمې راپدیخوا، زمونږ پلاوی په دوحه کې دی، خو طالبان له دې پلاوي سره د لیدنې لپاره بیلابیلې پلوې کوي. یوه سیاسي حل لاره د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ معنالرونکو خبرو ته اړتیا لري. تراوسه په اجنډا هوکړه نده شوې. باید پرمخ ولاړ شو.”

ولسمشر غني همداراز طالبان د تاوتریخوالي او په ځانګړې توګه د موخه ییزو وژنو د ډيروالي مسوول وبلل او ویې ویل چې د تاوتریخوالي له دې څپې سره د مبارزې لپاره، امریکا او ناټو باید یو پیاوړی دریځ غوره کړي.

ولسمشر غني زیاته کړه: “طالبان باید د تاوتریخوالي د فضا د رامنځته کیدولپاره، مسوول وګڼل شي. که طالبان د انفرادي ترورونو پړه پرغاړه وانخلي، د سولې جدي نه ګڼل او له مونږ سره د هغو نه تعامل، په خپل نفس کې یو مسوولیت دی.”

ښاغلي غني پر دوام وویل: “د امریکا د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې چې ویلي د تاوتریخوالي کچه د منلو نده او طالبان په خپلو ژمنو ولاړ ندي، طالبانو ته یو زیګنال وو چې امریکا په افغانستان کې د سولې د ټينګیدو لپاره حضور لري او فضا به د دې ډلې په واک کې ورنکړي.”

هغه د خپلو خبرو په یوې څنډه کې وویل چې تمه ده د متحده ایالتونو یو پلاوی کابل ته راشي او دواړه لوري د سولې د خبرو د پیاوړتیا پر سر خبرې وکړي.

ولسمشر په افغانستان کې د زلمي خلیلزاد د ماموریت دوام ته ګوتڅنډنې سره وویل: “د امریکا پلاوي بدلون موندلی دی. که څه هم خلیلزاد خپل ماموریت ته دوام ورکوي، خو نوي کسان چې د ولسمشر بایډن او ښاغلي بلینکن له افکارو استازولي کوي، ګومارل شوي. په یاد مو وي چې د امریکا استازی د دې هیواد د ولسمشر له سپارښتنو پیروي کوي.”

تیره اوونۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړه لیک تر څیړلو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د استازي په توګه د زلمي خلیلزاد د کار د غځیدو خبر ورکړ.