1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اشرف غني: د افغانستان د بربادۍ لپاره جوړو شويو طرحو ته نه تسلیمیږم

ghani-2-1536x1024-1-1536x1024 (1)
29 Jul 2021

ولسمشر غني د بیرغ د ملي ورځې په پار مراسمو کې وویل چې هیڅ کله به هغو طرحو ته چې د هیواد د بربادۍ لامل وګرځي، تسلیم نشي.

د بیرغ د ملي ورځې د نمانځنې مراسم، نن (زمري اوومه)، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شول.

ولسمشر غني په دې مراسمو کې وویل چې د هیواد بیرغ د ویاړ او د هیوادوالو ترمنځ د یووالي بیلګه ده او امنیتي سرتیري د دې بیرغ د ساتنې او اوچت ساتلو لپاره هره ورځ هڅه کوي.

ښاغلي غني همداراز وویل چې د پردیو او د ترهګرو هغو طرحو ته چې د افغانستان د بربادۍ لپاره جوړې شوي، نه تسلیمیږي.

هغه زیاته کړه: مونږ هغو طرحو ته چې د افغانستان بربادي په کې وي او له هیواده بهر د هغو شبکو له لارې چې غواړي افغانستان د جګړې په ډګر واړوي جوړې شوې وي، نه تسلیمیږو.

ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو روانه جګړه د اسلامي نړۍ د عالمانو له نظره مشروعیت نلري. هغه همداراز طالبان تورن کړل چې اسامه بن لادن او ترهګریزو ډلو سره یې اړیکو ته پر ملي ګټور لومړیتوب ورکړی.

ښاغلي غني طالبانو ته په خطاب کې وویل: آیا هغوی وضاحت ورکړی چې ولی اسامه بن لادن ته یې په ملي ګټو لومړیتوب ورکړی؟ آیا د افغانستان ملي ګټو ته ژمن یاست یا د شبکو ګټو ته؟

ولسمشر غني د وینې توییدنې دریدل او عزتمندې سولې ته رسیدل د خلکو اساسي غوښتنه بولي او وایي چې د افغانستان دولت غږ، د سولې غږ دی او هیوادوال هم د سولې په تړاو اجماع ته رسیدلي دي.

د افغانستان د بیرغ له ملي ورځې، د هیواد په ډیریو ولایتونو کې هم نمانځنه وشوه.

په پلازمینه او بیلابیلو ولایتونو کې هیوادوالو هم د جګړې په بیړنۍ دریدو او د طالبانو له لورې د اوربند په اعلان ټینګار کړی دی.

حکومت دوه کاله مخکې او د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په درشل کې، د زمري اوومه د بیرغ ملي ورځ ونوموله. د بیرغ له ملي ورځې په داسې حال کې نمانځنه کیږي چې په تیرو دوو کلونو کې سولې ته د رسیدو او د یوه واحده بیرغ لاندې د ټولو لوریو د راټولیدو اړوند هڅې پاتې راغلې دي.