| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
اشرف غني: پر طالبانو او ملاتړو یې مثبت او هراړخیز فشارونه وروړل شي
18 Feb 2021
ولسمشر غني وایي چې په هیواد کې ملي ټلواله، د فعالې ډیپلوماسۍ لپاره په نړیوالې ټلوالې اوښتې او د تاوتریخوالي ډیریدو د جمهوریت حقانیت ثابت کړی دی.
محمد اشرف غني چې نن (پنځنۍ، سلواغې۳۰مه)، د ژنیف ناستې په کارغاله کې وینا کوله، ویې ویل چې تاوتریخوالی، سیاسي حل لاره نده، بلکې یوه هراړخیزه هوکړه چې د ټولو هیوادوالو لپاره د منلو وي، کولای شي افغانستان له دې کړکیچ څخه بهر کړي.
هغه زیاته کړه: دنیا درک کړې چې مونږ د یوې ټولنې، ملت او دولت په توګه له تاوتریخجنو بریدونو سره مخ یو او زمونږ د مدني ټولنې، خبریالانو او د علمي، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو قربانۍ، د ټولې نړۍ د همدردۍ لامل شوي.

ولسمشر زیاته کړه چې د تلپاتې سولې لپاره ملي ټلواله، په نړیوالې ټلوالې او فعالې ډیپلوماسۍ اوښتې او د تاوتریخوالي ډیروالی د دې لامل شوی چې د جمهوریت مشروعیت لا روښانه شي.
ښاغلي غني یادونه وکړه: “د تلپاتې او باعزته سولې لپاره زمونږ ملي ټلواله، نن د تلپاتې او پایښت لرونکې سولې په موخه د فعالې ډیپلوماسۍ لپاره په نړیوالې ټلوالې اوښتې او تر هماغه کچه چې تاوتریخوالی ډیر شوی، د جمهوریت د حقانیت کچه هم ثابته شوې او روښانه اړتیا ده چې پر طالبانو او ملاتړو یې مثبت او هراخیز فشارونه ور وړل شي او دا د یوې سیمه ییزې او نړیوالې اړتیا په توګه احساس شوې ده.”
ولسمشر غني په داسې حال کې پر طالبانو او د دې ډلې پر ملاتړو د فشار وروړلو خبر کوي چې د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې تل د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي په کمیدو ټینګار کړی.
پنټاګون هم مخکې له دې طالبان د تاوتریخوالي د کمیدو او له ترهګریزو ډلو سره د اړیکو شلولو اړوند د دوحې د هوکړه لیک په نقض تورن کړي دي. خو طالبانو د دوحې د هوکړه لیک تر پښو لاندې کول رد کړي او د امریکا له نوې ادارې یې غوښتي چې په دې سند کې په خپلو ژمنو ولاړ اوسي.
