1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اشرف غنی: که په ټاکنو کې بریالی شوم له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې اترې کوم

https-_s3-ap-northeast-1.amazonaws.com_psh-ex-ftnikkei-3937bb4_images_0_3_7_4_23134730-1-eng-GB_国際面)アフガニスタンのアシュラフ・ガニ大統領 インタビュー20191022145456234_Datare2
22 Oct 2019

د هیواد ولسمشر محمداشرف غني چې د جاپان د تاج ایښودنې په مراسمو کې د ګډون لپاره دې هیواد ته تللی دی له یوې جاپاني رسنۍ سره په خبرو اترو کې یې په ولسمشرۍ ټاکنو کې له بریا وروسته له طالبانو سره مخامخ خبرو اترو لپاره له خپلې لیوالتیا خبر ورکړی دی.

اشرف غني وویل: :” که چیري بیا بریالی شم،د سولې خبرې اترې په لومړنۍ اونۍ کې پیلوم او طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې اترې ترسره کوم.”

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې طالبانو کولای شي د یوه سیاسی ګوند په توګه د افغانستان په ټولنه کې فعالیت وکړي او زیاته یې کړه:طالبان باید ژوند وکړي ویښ شي او دا په یاد وساتي چې چیري له تاوتریخوالی لاس واخلي د افغانستان زیات وګړي به دوی په غیږ کې ونیسي.

غني د خپلو ویناوو په بله برخه کې وویل :سوله باید د افغانستان د خلکو په مشرۍ ترسره شي،له طالبانو سره سوله باید د افغانستان د خلکو لپاره د امنیت ټینګښت زمینه برابره کړي.

د هیواد ولسمشر همدا شان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول مهم وباله او زیاته یې کړه:د پاکستان رول مهم دی او له دې هیواد څخه غواړو جوړونکی رول ولوبوي او دسولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.دا باید په ډاګه شي چې طالبانو له نړیوالو ترهګریزو ډلو سره اړیکه نه لري او همدا شان د نشه یې توکو پر سوداګرۍ او یا هم د زمونږ د ګاونډي هیواد پاکستان سره همکار نه دي.

هغه له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو د وتلو په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې وایې:د امریکایې سرتیرو حضور او یا هم نشتون مطرح نه دی،پوښتنه داده چې مونږ د خپلو امنیتي ځواکونو ساتنې لپاره څرنګه ملاتړ ولرو،د امریکا او افغانستان اړیکې د دواړو هیوادونو پر ملي ګټو ولاړې دي.طالبان نشی کولای په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو د حضور په اړه پریکړه وکړي،دا مونږ یو چې د امریکایې ځواکونو د حضور په اړه پریکړه کوو.

له بلې خوا ولمشر غني د سیمې په نښلیدو کې د افغانستان رول مهم بللی او پر پانګه اچونې یې ټینګار کړی دی،هغه زیاته کړه:د بی وزلۍ راکمیدل به زما په موخو څخه وي،زما اقتصادي خپرونه کې د اوبو د بندونو جوړښت،د کرنیز اصلاحات،د افغانستان د سرچینو په برخه کې پانګه اچونه او داسي نور موارد شامل دي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي