1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدودیت له کبله د رسنیو اعتراض

رسانه ها
04 Feb 2020

دیرشو رسنیو په یوه لیک کې، دولت له رسنیو سره په دوه ګوني چلند تورن کړی او ویلي چې په دې برخه کې د حکومت بې غورۍ، د وینا د خپلواکۍ لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخوي.

رسنیزه فعاله، خالده تحسین چې دا لیک لولي، وایي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شاتګ لرلی او رسنۍ له دې پلوه اندیښنه لري.

په دې لیک کې چې نن (درې نۍ، د سلواغې ۱۵/فبروري ۴) خپور شو، راغلي: که څه هم افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی هیواد دی، د افغانستان رسنۍ په سیمه کې تر ټولو خپلواکې رسنۍ دي، خو وروستیو بې غوریو او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې پرتو خنډونو، دا لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخې کړې دي.

دا رسنیز فعالان همداشان وایي، چې د افغانستان دولت اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق له قانون او خپلواکو رسنیو سره دوه ګونی چلند لري.

په دې لیک کې یو شمیر دولتي بنسټونه لکه؛ ستره محکمه، لویه څارنوالي، د ملي امنیت ریاست، د ملي تدارکاتو اداره، د ولسمشر دفتر، د بهرنیو چارو وزارت، د مالیې وزارت، مرکزي بانک، د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د عامې روغتیا وزارت، تر ټولو ډیر محدوده دولتي بنسټونه بلل شوي دي.

رسنیزو فعالانو همداشان ویلي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزه په ټول هیواد کې ده او په دې برخه کې د حکومت بې غوري، په یوې عادي چارې د بدلیدو په حال کې ده.

دا رسنۍ له حکومت، نړیوالې ټولنې او د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې بیړنۍ پاملرنه وکړي.

خو د حکومت اجرایي مشر، عبدالله عبدالله، د رسنیو د فعالانو د اعتراض په غبرګون کې د یوې اعلامیې خپرولو سره ویلي چې “د وینا خپلواکي او خپلواکې رسنۍ، د افغانستان د ولس له تر ټولو مهمو ملي لاسته راوړنو څخه دي او له دې ملي لاسته راوړنو ساتنه، د دولتي مسوولینو او ښاریانو په توګه زمونږ دنده او پازه ده.”

په دې اعلانپاڼه کې همداشان راغلي چې اجرایي ریاست به ډیر ژر د دې ستونزې د هواري لپاره د رسنیو له مسوولینو سره، د اغیزمنو لارو چارو او د رسنیو له استازو سره د دولتي بنسټونو د همکارۍ په برخه کې ناسته جوړه کړي.

آرزو نیوز

ژباړن: شمس الرحمن سباوون خپلواک