په سل هاو موټرچلوونکو او د هرات په اسلام کلا اورلګیدنه کې د زیانمنو شرکتونو استازو لاس په اعتراض وهلی او د هرات – اسلام کلا او تورغنډۍ لویه لار یې د تګ راتګ کوونکو پر مخ تړلې ده.
اعتراض کوونکي وايي چې په داسې حال کې چې نږدې دوه میاشتې کیږي چې په اسلام کلا اورلګیدنه کې یې موټر او توکي سوځیدلي او دولت هم دوی ته د تاوان ورکولو ژمنه کړې ده، خو تر اوسه ورسره هیڅ راز مرسته نه ده شوې.
اعتراض کوونکو د اسلام کلا ګمرک مخې ته د تحصن کیږدۍ درولې ده.
د هرات والي سید عبدالوحید قتالي بیا اعتراض د خلکو حق بولي او وايي چې دولت ټولو شکایتونو ته رسیدنه کوي.
مخکې له دې د اسلام کلا ګمرک له پیښې د سوداګرۍ او پانګه اچونې خونې څيړنو ښودلې وه چې سوداګرو په سل هاو میلیونه ډالره تاوان کړی دی، او که چیرې حکومت سوداګرو ته تاوان ور نه کړي سوداګر به د پانګه اچونې له دوامه لاس واخلي.