د کورنیو چارو وزارت هیښتیا ورکوي چې که چیري اعتراض کونکي پر دولتي ودانیو برید او یاهم دا ودانۍ ویجاړې او غصب کړي،قانوني چلند به وسره وشي.
دې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له اعتراض کونکو ټاکنیزو ډلو غوښتي چې د خپلو اعتراضي خوځښتونو په ترڅ کې دې لاندې ټکي په پام کې ونیسي.
لاریون کونکي دې خپل حرکتونه د قانون په ړنا کې ترسره کړي او د وسلو له لیږد څخه دې ډډه وکړي ترڅو د عامه نظم خرابۍ لامل نشي.
په دې اعلامیه کې همدا شان راغلي دي چې ټاکنیزې ډلې دې د خپلو اعتراضونو له ترسره کیدو وړاندې امنیتي ځواکونو سره د لاریون ځای او وخت په اړه همغږي وکړي.