د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمیر له ډيریدو څخه په اندیښنې سره وايي چې په دې ویروس د اخته کسانو د شمیر ورځ تر بلې ډيریدل په هیواد کې د خطر زنګ غږولی دی.
دا وزارت زیاتوي چې د کرونا ویروس دریمې څپې پر وړاندې مبارزې او د وضعیت د کنټرول کمښت برنامې پر بنسټ، په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، میدان وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز ولایتونو کې پوهنتونونه او همدا شان خصوصي او دولتي روزنیز بنسټونه د غبرګولي له اتمې نیټې تر دوو ورځو رخصت دي.
د روغتیا وزارت له هیواد والو غوښتي ترڅو د کرونا ویروس خپریدو مخنیوي په موخه ټولنیز واټن او روغتیایي سپارښتنې مراعات کړي او همدا شان له کوره بهر ماسک وکاروي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ( جمعه د غبرګولي ۷مه) دې وزارت اعلان وکړ چې په هیواد کې په کرونا ویروس اخته ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.