د ترهګریزو او یرغلیزو بریدونو دوام، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه، د ولسمشرۍ لانجمنو ټاکنو ترسره کیدل او د کرونا ویروس خپریدل، په ۱۳۹۸ کال کې په افغانستان کې مهمې پيښې وې.
د ۱۳۹۸ کال د کب د ۲۹مې پایته رسیدو سره، په افغانستان کې یو بل لانجمن کال هم پایته ورسید. افغانستان په دې کال کې، ډیرې لوړې او ژورې ولیدلې.
په ۱۳۹۸ کال کې په افغانستان کې امنیتي پيښې:
په ۱۳۹۸ کال کې، په پلازمینه او یو شمیر ولایتونو کې له ۲۰ ډیرو ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې، ۳۵۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۹۲۷ تنه نور هم ټپیان شول.
په دې منځ کې؛ په ننګرهار ولایت کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنې د ۷۰ تنو ژوند واخیست او په کابل کې هم د یوه واده په مراسمو کې چاودنې، ۷۰ تنه ووژل. همداشان د کندهار-هرات د لویې لارې په اوږدو کې د واټ ترغاړې د ماین په چاودنه کې ۳۴ تنه وژل شوي، په کابل کې د عبدالعلي مزاري په یادغونې برید کې ۳۳ تنه، په پروان کې د ولسمشر په کمپاین کې چاودنې ۲۶ تنه، په کابل کې د زرغون بهیر په دفتر د ځانمرګي برید په پایله کې ۲۰ تنه، د دفاع وزارت پيژنتون ته نږدې په چاودنه کې ۲۲ تنه، د بغلان په پولیس مشرۍ په برید کې ۲۰ تنه او په غزني ولایت کې په موټربمب چاودنه کې د ۱۲ تنو وژل کیدل؛ هغه لوی بریدونه دي چې ملکي وګړو ته یې ډیره مرګ ژوبله اړولې ده.
په دې کال کې طالبانو د بغلان، کندز او تخار په مرکزونو هم بریدونه وکړل چې دا بریدونه د پوځیانو له لورې په شا وتمبول شول.
د امریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه لیک:
افغانستان ته د سولې راوستلو په برخه کې له طالبانو سره د امریکا هوکړه، د هیواد په تارخی کې تر ټولو مهمه پیښه وه.
طالبانو سره هوکړې ته د رسیدو لپاره د امریکا د یو نیم کلنو هڅو او د تاوتریخوالي د کمښت د یوې اوونۍ تیریدو وروسته؛ د فبرورۍ په ۲۹مه نیټه د دواړو لوریو ترمنځ د قطر په پلازمینه کې دا هوکړه لاسلیک شوه؛ د دې هوکړې پر بنسټ تمه ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور پایته ورسیږي، د دې ډلې بندیان خوشې شي او د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.
د لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدل:
د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدل، په دې کال کې هغه پیښه وه چې یو ځل بیا یې لانجې وزیږولې، افغانستان یې د نړۍ په کچه خجالته کړ او هیواد د نوي کړکیچ په لور ولاړ.
د ټاکنو وروستۍ پایله د نږدې پنځو میاشتو وروسته اعلان شوه؛ خو دې ټاکنو د خوشبینۍ نوې پاڼه نه؛ بلکې نوې سیاسي لانجې وزیږولې.
عبدالله عبدالله چې په ټاکنو کې د اشرف غني اصلي سیال وو- د اشرف غني بریا یې ونه منله، ټاکنیز کمیسیونونه یې تحریم کړل او د ټول شموله حکومت د اعلانولو وروسته یې، د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم هم پرځای کړل.
په ۱۳۹۸ کال کې افغانستان له اقتصادي پلوه څرنګه وو؟
سولې او ټاکنو له هر بل بحث په پرتله؛ په دې کال کې د حکومت پام ځان ته اړولې وو؛ تر هغه ځایه چې له اقتصادي پلوه، په دې کال کې یوازې یو شمیر بنسټیزې پروژې پرانیستل شوې.
په افغانستان کې د کاسا زر پروژې د عملي برخې پرانیسته، په کندهار ولایت کې د لمریزې بریښنا د جوړولو د پروژې پرانیسته او د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اوسپنیزې کرښې د جوړولو د هوکړه لیک لاسلیک، په دې کال کې مهمې اقتصادي پروژې وې.
په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدل:
خو د سولې او په ټاکنیزو لانجو د حکومت، سیاستوالو او هیوادوالو ښکیلتیا سربیره، د افغانستان په ټولنه کې د کرونا ویروس، لکه بلا په هیواد خپور شو.
دا ویروس اوس مهال لږ تر لږه اوو ولایتونو ته غځیدلی او د روغتیا وزارت د ګزارش پر بنسټ، تراوسه په هیواد کې د کوویډ ۱۹، ۲۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د کرونا ویروس د فقر د زیاتیدو اندیښنې هم ډیرې کړې.
له دې سره؛ ټول په هیواد کې د تیارو ورځو پای ته په تمه دي، او وبه لیدل شي چې په ۱۳۹۹ کال کې، افغانستان په امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د کومو مثبتو پيښو شاهد ګرځي.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک