د افغانستان د فوټبال شپاړلس کلنو ملي ټیم ایران ته یو د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
دا لوبه تېر ماښام د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د منځنۍ آسیا د اتلولۍ لوبو پر دوام ترسره شوه.
د هیواد د ۱۶ کلونو فوټبال ملی لوبډله په منځنۍ اسیا اتلولۍ لوبو کې په خپله درېمه سیالۍ کې د ایران پر وړاندی د لوبې ډګر ته لاړه چې د لوبې په پای کې یو پر صفر یې ایران ته ماته ورکړه.
د هیواد ملی لوبډله د دې بریا په ترلاسه کولو سره ۷ امتیازه تر لاسه کړل او د کوربه تاجیکستان لوبډلې په پرتله د لږو ګولو له کبله د نوملړ دویم ځای یې خپل کړ.
د دې لوبې یوازنی ګول د افغانستان د لوبډلې لوبغاړي ذکریا حسیني وواهه.
د افغانستان د فوټبال د ۱۶کلنو دغې لوبډلې تر دې وړاندې ترکمنستان ته هم ماته ورکړې او د قرغزستان په وړاندې یې خپله لوبه دوه د دوه په وړاندې مساوي کړې ده.
د افغانستان د فوټبال د ۱۶کلنو دغه لوبډله به نن د اوزبکستان له لوبډلې سره سیالي وکړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي