1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ناڅاپی سفر

بلینکین
15 Apr 2021

انټوني بلینکن ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د پای معنی نلري.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټونی بلینکن چې نن (پنځنۍ، وري شپږ ویشتمه)، د یوه لوړپوړي امریکايي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، په جلا توګه یې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره ولیدل.

ارګ اعلان کړی چې ولسمشر غني له ښاغلي بلینکن سره په لیدنه کې، د ترهګرۍ پر وړاندې د ټولو هیوادونو په ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

ښاغلي غني ویلي: له افغانستان څخه د ځواکونو د بهر کولو اړوند د امریکا پریکړې ته درناوی کوو او د افغانستان دولت هڅه کوي چې د لیږد په بهیر کې، لازمې همکارۍ وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړې: اوس چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو هوډ لري، د دواړو هیوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر محور د همکاریو نوي فصل د پیل په اړه یوه واضح بحث ته اړتیا ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل، د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګلاریزو اړیکو د کمزوري کولو معنی نلري او امریکا د افغانستان دولت او خلکو سره په خپلو ژمنو ولاړه ده.

هغه همداراز ویلي چې امریکا له افغانستان څخه خپل تګلاریز ملاتړ ته دوام ورکوي او د سولې د بهیر د آسانولو په برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي.

له دې سره هم مهاله، عبدالله عبدالله په سپیدار کې له انټوني بلینکن سره په لیدنه کې، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بهر کولو اړوند د متحده ایالتونو له پریکړې ملاتړ کړی او همداراز له افغانستان سره یې د واشنګټن د مرستو د دوام د ژمنې هرکلی کړی دی.

د ملي روغې جوړې شورا ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هیوادونو ترمنځ پر دوام لرونکو اړیکو ټینګار کړی.

هغه ویلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو نوی پیر پرانیستل شوی او متحده ایالتونه په بیلابیلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره همکاریو ته دوام ورکوي.