1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

افغانستان ته د اوزبیکستان د بریښنا د لیږد لس کلن تړون لاسلیک

atmar-1
09 Aug 2020

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت واکپال محمدحنیف اتمر د پیلنۍ په ورځ( زمری/اسد ۱۸ مه) د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال عمرزاکوف سردار،د دې هیواد د سوداګرۍ او پانګه اچونې وزیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې افغانستان ته د اوزبیکستان د بریښنا د لیږد لس کلن تړون په اړه چې تمه ده د زمري/ اسد په ۳۰ مه) لاسلیک شي خبرې وکړې.

په دې ویډیو کنفرانس کې د هیواد د هیواد د ټرانسپورت وزارت واکپال،د وزارتونو مرستیالانواو د دواړو هیوادونو د سکتوري مشرانو هم حضور درلود.

د دواړو هیوادونو چارواکو په دې کنفرانس کې د کابل واشنګټن ترمنځ د انرژۍ د لیږد د ترانزیت او سوداګرې د پراختیا په اړه بحث کړی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د له ډیرو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر ډيریدو ټينګار شوی دی.

 

ښاغلی اتمر زیاته کړه د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې،د سوداګرۍ پراختیا،ترانزیت او د دواړو هیوادونو ترمنځ د انرژۍ لیږد نه یوازې د افغانستان او اوزبیکستان په ګټه ده،بلکې ګاونډي هیوادونه او سیمه هم ترې ګټه اخلي.

له بلې خوا عمرزاکوف سردار، د اقتصادي اړیکو پراختیا،د سوداګرۍ وده او د سوداګرو او پانګه والو لپاره د آسانتیاو رامنځته کیدل ارزښتناکه بللي دي.

د هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د مالوماتو پر بنسټ،د دې ناستې ګډونوالو د سوداګریزو راکړو ورکړو،پانګه اچونې،او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد په برخه کې آسانتیاو په رامنځته کیدوټینګار کړی او همدا راز د وسپنې د لیکې د پروژو د چارو پرعملي کیدو،افغانستان او سیمې ته د بریښنا لیږد او مرکزي آسیا هیوادونو ته د ترانسپورتي دهلیزونو پر پراختیا هم خبرې اترې او هوکړه کړې ده.

آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي