واشنګټن د قطر، هند او پاکستان هیوادونو ته د خلیلزاد د سفر د پیل خبر ورکړ او ویلي چې ښاغلی خلیلزاد د څلورنۍ په ورځ په دوحه کې د طالبانو له استازو سره ویني.
د نږدې دوو کلونو وروسته، زلمی خلیلزاد همداشان د افغانستان د سولې د ورکې شوې کیلۍ پسې سرګردانه دی. هغه د امریکا و طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د نقض اړوند د اندیښنو په لړ کې، قطر، هند او پاکستان ته خپل سفرونه پیل کړل.
ښاغلی خلیلزاد چې اوس په قطر کی دی، تیره ورځ یې د هوکړه لیک د بشپړ پلې کیدا اړوند د طالبانو له پلاوي سره لیدلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد به په قطر، هند او پاکستان کې په خپلو ټولو لیدنو کې، د تاوتریخوالي د بیړني کیدو د ملاتړ، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل د بهیر د چټکیدو او کرونا ویروس ته د رسیدنې لپاره د ټولو اړخونو د همکارۍ غوښتنه وکړي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې ملا برادر او د دې ډلې نورو غړو د قطري چارواکو په حضور له خلیلزاد سره د بندیانو د خوشې کیدو د بهیر د چټکیدو، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلیدو او د هوکړه لیک د بشپړ پلې کیدو اړوند خبرې کړې دي.
د سولې د ولسي ټولنې مشر او د طالبانو رژیم مخکینی چارواکی، سیداکبر آغا آرزو ټلویزیون ته وویل چې خلیلزاد په خپلو سفرونو کې هڅه کوي چې ژر تر ژره د بندیانو د خوشې کیدو بهیر پایته ورسیږي او د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.
اوس مهال د افغان حکومت او طالبانو له لورې د بندیانو د خوشې کیدو بهیر پرمخ روان دی.
د ملي امنیت شورا د درې نۍ او څلورنۍ په ورځو د ۸۳ بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړ چې له دې سره، د خوشې شویو طالب بندیانو شمیر، ۹۳۳ تنو ته ورسید.
له بلې خوا د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال ویلي چې حکومت په هیواد کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې اغیزمن ګامونه اوچت کړي او د بندیانو خوشې کیدل، د دې هڅو یوه برخه ده.
حکومت مخکې له دې څو ځلي د روژې په میاشت کې طالبانو ته د اوربند غوښتنه وکړه، خو دې ډلې د حکومت غوښتنې ته رد ځواب ورکړ او خپل بریدونه یې ډیر کړل.
د امریکا د هڅو ترڅنګ، د سیمې یو شمیر هیوادونو هم د افغانستان د کړکیچ د هواري لپاره مټې رانغاړلې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له سیاسي مشرانو سره د دې وزارت د ځانګړي استازي د ټلفوني اړیکې خبر ورکړی او ویلي چې دواړو لوریو د افغانانو ترمنځ د خبرو او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په هڅو خبرې کړي.