| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه لیک؛ ټرمپ د سولې د نوبل جایزې په لټه
08 Apr 2020
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان دولت مشرتابه د ټرمپ پیغام رسول او په هغه کې یې له طالبانو سره هوکړې ته د رسیدو غوښتنه کړې، که نه امریکا به له افغانستان سره د خپلو مرستو د کمولو ترڅنګ، خپل ټول سرتیري له دې هیواده بهر کړي.
د امریکا د ان بي سي نیوز شبکې د اوسنیو او مخکنیو امریکایي چارواکو په حواله لیکلي چې امریکا ژر تر ژره له طالبانو سره هوکړې ته د رسیدو په هڅه ده.
دې شبکې د دوو اوسنیو، یو مخکیني امریکايي چارواکو او یو بهرني ډیپلوماټ په حواله ګزارش ورکړی چې: “پامپیو د افغانستان حکومت ته د ټرمپ پیغام رسول او ویلي چې دوی باید خپل اختلافونه هوار کړي او طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي، یا دا چې امریکا له دې هیواد سره نه یوازې یو میلیارډ ډالري مالي مرستې پریکوي؛ بلکې خپل ټول سرتیري به له افغانستان څخه بهر کړي.”
د ان بي سي نیوز د ګزارش پر بنسټ: چارواکو ویلي چې واشنګټن او ملګري یې اندیښمن دي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو نه ترسره کیدل، د سولې یوه هوکړه ګډوډوي او طالبان به له دې اختلافونو د خبرو په میز او د جګړې په ډګر کې د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره ګټنه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه ندي ویلي.
په دې ګزارش کې راغلي: په کابل کې کړکیچ، ټرامپ نهیلی کړی، ځکه هغه هیله من وو چې د افغانستان د سولې له هوکړې په ۲۰۱۶ کال کې د ټاکنیزو سیالیو پرمهال خپلو پلویانو ته د ورکړل شوې ژمنې پوره کولو په توګه وکاروي. د کرونا ویروس د خپریدو مخکې، ټرامپ په شخصي توګه خپل مرستیالان هڅولي چې هغه ته له مخاطب لرونکې لارې کار واخلي چې هغه معامله چې کولای شي جګړه پایته ورسوي نندارې ته وړاندې کړي او حتې تصور یې کاوه چې د سولې د نوبل جایزه به ترلاسه کړي.”
ان بي سي نیوز زیاته کړې ده: خو د ټرامپ د ادارې یو شمیر چارواکو ویلي چې د ټرمپ یو شمیر سلاکارانو هغه ته ویلي چې دا لار ټکنې، پیچلې او خطرناکه ده.”

د امریکا د دې خبري شبکې د ګزارش پر بنسټ؛ “پامپیو کابل ته په خپل وروستي سفر کې له عبدالله عبدالله وغوښتل چې له غني ملاتړ وکړي. پامپئو همدراز ویلي چې د امریکا د سولې د هوکړه لیک د ناکامۍ په صورت کې، غني او عبدالله به مسووله وپيژندل شي. هغه هیښتیا ورکړه چې ټرامپ د هوکړه لیک د ناکامۍ په صورت کې، د سرتیرو د بهر کولو او د مرستو د پریکولو ګواښ کړی دی.”
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې له دې د افغانستان د سیاسي مشرانو له سیاستونو نارضایتي ښودلې او له ښاغليو غني او عبدالله د نارضایتۍ په بڼه، په روان کال کې له افغانستان سره خپلې یو میلیارډ ډالري مرستې کمې او همداراز په روان کال کې یې د ورته مرستو د کمولو هیښتیا ورکړې وه.
آرزو نیوز – شمس الرحمن خپلواک
