1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

افغانستان ته د چین د روغتیايي توکو د لومړنۍ جوپې رسیدل

3
02 Apr 2020

د چین دولت د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپلو روغتیايي مرستو لومړنۍ جوپه، افغانستان ته وسپارله.

 

دا روغتیایي جوپه نن (پنځنۍ، وري۱۴/اپریل دویمه)، په افغانستان کې د چین د سفیر له لورې، د هیواد حکومتي چارواکو ته وسپارل شوه.

د چین د مرستو جوپه کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره روغتیايي توکي او د کرونا ویروس د تشخیص ۱۵ زره بستې دي.

په کابل کې د چین سفیر، وانګ یو د دې مرستو د سپارلو په مراسمو کې وویل چې هیواد یې له کرونا سره د افغانستان د مبارزې په برخه کې له دې هیواد سره مرستو ته ژمن دی.

ښاغلي یو زیاته کړه؛ له کوویډ-۱۹ سره مبارزه، ډله ییزو هڅو ته اړتیا لري او ټول هیوادونه یې باید پر وړاندې مبارزه وکړي.

هغه همدراز وویل: د کرونا ناروغي د افغانانو لپاره هم فرصت او هم ګواښ دی؛ له دې ګواښ سره د مبارزې ترڅنګ باید د سولې هڅې چټکې شي، چین د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

له بلې خوا د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش افغانستان ته د چین د مرستو مننه وکړه او ویې ویل: هیله من یوو چې راتلونکې جوپه ژر تر ژره د افغانستان د ولس په واک کې ورکړل شي. افغانستان او چین په ټولو برخو کې د یوه تل ترڅنګ وو او وي به.

سرور دانش زیاته کړه، که څه هم افغانستان کې د کرونا ویروس کچه ټیټه ده، خو باید یو جدي ګواښ وشمیرل شي.

ښاغلي دانش همداراز وویل چې د اوزبیکستان دولت هم د روغتیايي توکو او بشري مرستو په برخه کې، له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

مخکې له دې په افغانستان کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره، د امریکا دولت د ۱۵ میلیون ډالرو او نړیوال بانک د ۱۰۰ میلیون ډالرو د مرستو اعلان کړی وو، خو د روغتیا وزارت دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې تراوسه د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره مرسته شوې پيسې، د دې وزارت په واک کې ندي ورکړل شوي.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک