1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

افغانستان د خبریالانو لپاره د پنځو مرګونو هیوادونو په ډله کې راغلی

خبرنگاران
29 Dec 2020

د بې پولې خبریالانو د سازمان په کلني ګزارش کې، د مکسیکو، عراق، افغانستان، هند او پاکستان هیوادونه د خبریالانو لپاره په پرله پسې توګه پنځه مرګوني هیوادونه پيژندل شوي.

 

د بې پولې خبریالانو د سازمان د کلني ګزارش په دویمه برخه کې چې نن (درې نۍ، مرغومې نهمه)، خپور شو، په هغه کې افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو لپاره یو له پنځو مرګونو هیوادونو پيژندل شوی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي چې ډیرۍ دا خبریالان د سولې په لور هیوادونو کې وژل شوي.

د دې ګزارش پر بنسټ، په ۲۰۲۰ زیږدیځ کال کې په افغانستان کې پنځو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ډیرۍ دا پيښې په وروستیو دوو میاشتو کې شوې دي.

یما سیاووش، الیاس داعي، ملاله میوند، فردین امیني، رفیع صدیقي، رحمت الله نیکزاد او ضمیر احمدي هغه خبریالان او رسنیز کارکوونکي دي چې په روان زیږدیځ کال کې یې په هیواد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ورځپاڼه لیکونکی، نظري پریاني وایي چې د خبریالانو وژنې په ځانګړې توګه وروستۍ په پیچلې او مرموزه توګه کیږي او هیڅ ډله یې پړه پرغاړه نه اخلي.

خبریاله محبوبه محمدي هم د خبریالانو د وژنو د پيښو له ډیروالي اندیښنه ښيي. هغه له حکومت او په ځانګړې توګه له امنیتي بنسټونو غواړي چې د خبریالانو د امنیت ټينګشت لپاره جدي برنامې ترلاس لاندې ونیسي.

پر خبریالانو د موخه ییزو بریدونو ډيروالي پر دوام، پرون دوه نۍ ولسمشر غني د کابینې په ناسته کې پر خبریالانو، مدني فعالانو او روغتیاپالانو برید د افغانستان په یوه نسل او زړه برید وباله او دولتي بنسټونو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ترور وروستیو پيښو ته رسیدنه وکړي.